1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

يوناما: د طالبانو په هدفونو کي لږ بدلون راغلی دی

آژانسونه، عبدالباري حکیم۱۳۹۳ آذر ۲۹, شنبه

ملگري ملتونه وايي چې هغه سازمان له طالبانو سره په وار وار د ملکي وگړو د مرگ ژوبلو د مخنیوي په هکله خبرې کړي دي، خو د عمل په ډگر کې کوم بدلون نه دی رامنځ شوی.

https://p.dw.com/p/1E7uw
د ملکي خلکو مرگ ژوبلې
د ملکي خلکو مرگ ژوبلېانځور: picture-alliance/dpa

ملگرو ملتو د جمعې په ورځ ( د۲۰۱۴ کال د دسمبر په ۱۹مه) وویل چې ۲۰۱۴ کال په افغانستان کې د ملکي خلکو لپاره تر بل هر وخته خونړی ؤ. د هغه سازمان د ارقامو له مخې د ۷۵ سلنه مرگ ژوبلو مسوولیت د طالب یاغیانو په غاړه دی.

په افغانستان کې د ملگرو ملتو لوړ پوړي استازي، نیکولاس هیسام یوه خبري کنفرانس ته وویل چې په دغې موضوع باندې ملگرو ملتونو له طالبانو سره چې د قطر په پلازمینه دوحه کې دفتر لري، خبرې کړي دي.

هیسام وویل چې په دې اړه د طالبانو لومړی غبرگون دا ؤ چې هغوی دغه رپوټ رد کړ او ادعا یې وکړه چې گواکې د ملگرو ملتونو ارقام درست نه دي. خو هغه یادونه وکړه چې ملگرو ملتونو ټول هغه موضوعات چې طالبانو پرې نیوکې درلودې، د مرگ ژوبلو په رپوټ کې هغوی ته ښکاره کړل.

د طالبانو په پيغامونو کي بدلون راغلی

په افغانستان کې د ملگرو ملتونو د مرستې ماموریت « یوناما» د بشری حقونو د څانگې رئیسې، جیورجیت گیگنان وویل چې ملگرو ملتونو د طالبانو په «پیغامونو» کې بدلون لیدلی دی، خو د عمل په ډگر کې د محاسبې وړ څه یې نه دي لیدلي.

میرمن گیگنان وویل: «مونږ کولای شو ووایو چې په دی وروستیو وختو کې د هغو د حملو په هدفونو کې یو څه بدلون راغلی دی، یعنی پوځي یا قانوني هدفونه یې زیات په نښخه کړي دي، خو هغوی لا تراوسه له هغو تکتیکونو یا وسایلو څخه کار اخلي چې مناسب نه دي او یا پرته له توپیر څخه په بریدونو لاس پورې کوي چی په نتیجه کې ولسي وگړي وژل کیږي او ټپیان کیږي.»

د افغانستان د جگړې اکثره قربانیان ولسي وگړي دي
د افغانستان د جگړې اکثره قربانیان ولسي وگړي ديانځور: DW/H. Hashimi


د «یوناما» د څیړنو له مخې په تیرو یولس میاشتو یعنی د نومبر تر ۳۰ پورې په افغانستان کې د ملکي وگړو د مرگ ژوبلو شمیر ۹۶۱۷ کسانو ته ورسید. په دې جمله کې ۳۱۸۸ تنه وژل شوي او ۶۴۲۹ تنه نور ټپیان شوي دي.

میرمن گیگنان وویل چې ملگري ملتونه اټکل کوي چې د مرگ ژوبلو شمیر د سږ میلادي کال تر پایه پورې چې یواځې دوه اونې پاتې دي، ښايي تر ۱۰ زرو پورې ورسیږي. دا له ۲۰۰۸ کال څخه را په دې خوا چې یوناما د مرگ ژوبلو د ثبتولو په کار پیل کړی دی، تر ټولو لوړه شمیره ده.

ځيني برياليتوبونه لاس ته راغلي


د ملگرو ملتو نوموړې استازې وویل چې هغه سازمان له څو کلونو را په دې خوا له افغان حکومت او نړیوالو ځواکونو سره د ملکي وگړو د مرگ ژوبلو په موضوع کې تماس کی دی او توانیدلي چې د هغو د کمولو لپاره « ځیني بریالیتوبونه» تر لاسه کړي. د «یوناما» د احصائې له مخې د ولسي خلکو د مرگ ژوبلو د ۱۲ سلنې لپاره د افغانستان امنیتي ځواکونه مسوولیت لري.

هیسام دا هم وویل چې له طالبانو سره د ولسی خلکو د مرگ ژوبلو د کمولو لپاره د نورو خبرو اترو سربیره یوناما له دغې یاغې ډلې سره په دی هکله هم خبرې وکړې چې د ملکي وگړو په اړه د نړیوالو بشري حقونو د قوانیونو له مخې د جنگي قوتونو مسوولیتونه کوم دي او د دغو قوانینو له مخې له هغو څخه کومې غوښتنې کیږي.

په افغانستان کې د ملگرو ملتونو نوموړي لوړ پوړي استازي وویل چې هغه سازمان به له طالبانو سره په دی موضوع باندی خبرو ته په راتلونکي کې هم دوام ورکړي: « مونږ به هڅه وکړو چې خپل رپوټونه له هغوی سره ، ترکومه ځایه چې هغوی سره تماس پیدا شي، شریک کړو او له هغوی څخه به وغواړو چې د ملکي وگړو د مرگ ژوبلوکمولو په برخه کې زمونږ سره همکاري وکړي.»

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب