1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

يوسف پښتون: آصف علي زرداري نړی وال ملاتړ د لاسه ورکړی دی

۱۳۸۹ مرداد ۱۴, پنجشنبه

د حامد کرزي مشاور محمد يوسف پښتون وايي چي هماغسي چي همدا اوس كابل دترهګرو په وړاندي قرباني وركوي اسلام آباد هم دغسي دمرګ ژوبلو له پيښوسره مخامخ دی.

https://p.dw.com/p/OcR7
د پاکستان ولس مشر آصف علي زرداريانځور: Abdul Sabooh

فرانسى ته دپاكستان دولس مشراصف علي زرداري سفرسياسي غوغارامنځ ته كړيده. په تېره بيا په افغانو كړيو كي يې داسلام آباد په وړاندي راز راز غبرګونونه راخوځولي دي. ښاغلى زرداري دفرانسې دلوموند د ورځپاڼې سره په مركه كي ويلي دي چى په افغانستان كي نړيواله ټولنه جګړه نه شي ګټلای او د طالبانو ځواكمني نه شى ماتولای. ده په دې لړكي برياليتوب دخلكو دزړونو او فكرونو لاس ته راوړل ښودلي دي چي اشاره يې طالبانو ته ده د مخه دانګلستان لومړى وزير ډيويډ كامرون د ترهه ګرو سره د مبارزې په اړه په پاكستان نيوكي كړي وې.

د افغانستان د جمهوري رياست مشاور محمديوسف پښتون وايي:

«د پاكستان ولس مشر آصف زرداري نړيوال ملاتړ د لاسه وركړی دی ځكه نواوس په داسي يومضمون پسي ګرزي چي پاكستانيان پرې بوخت وساتي. د پاكستان آی اېس آی چي طالبان يي زيږولي دي او اوس يې هم پالي كه چيرى په دې ماموريت كي پاتي راشي لكه چي پلان يې د ناكامۍ سره مخامخ دی. ځكه نو په دغسي اوتو بوتويي پيل كړي دي. كه چيري يو ځل بيا افغانستان د ترهګرو په لاس كيوزي نودټولونه دمخه به يې اسلام اباد د دغه خطر سره لاس اوګريوان شي.»

ښاغلى پښتون وويل هماغسي چي همدا اوس كابل دترهګرو په وړاندي قرباني وركوي اسلام آباد هم دغسي دمرګ ژوبلو له پيښوسره مخامخ دی. د نوموړي په وينا پكارخوداوه چي زرداري صاحب ددې پرځای چي دترهګرۍ سره په گډي مبارزې ټينګار وكړي دګردي نړۍ دترهګرۍ پرمبارزې يې دبطلان كرښه راښكوده.

ليکونکی: جمال کوټوال

کتونکی: احمدولي اڅکزی