1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

يوتن لبنانی په 12 کاله بند محکوم سو او دبل محکمه پيل سوه

۱۳۸۶ آذر ۲۷, سه‌شنبه

د لبنان په پلازمېنه بېروت کي د يوې محکمي لخوا هغه لبنانی په دوولس کاله بند محکوم سوی، چي د آلمان د کلن د ښار په يوه اورګاډی کي يي يو بکس، چي چاودېدونکي مواد ځای پر ځای کړي وه اېښی و.

https://p.dw.com/p/DKGd
د حجيب په نامه نيول سوي تورن لبناني محکمه به هم نن د جرمني په دوسلدورف ښارکي پيل سي.
د حجيب په نامه نيول سوي تورن لبناني محکمه به هم نن د جرمني په دوسلدورف ښارکي پيل سي.انځور: AP

په هغه بکس کي اېښوول سوی بم ځکه و نه چاودېدی، چي تخنيکي نيمګړتياوي يي لرلې. دغه تورن، چي جهاد احمد نوميږي د محکمي په وخت کي يي په دې باندي اعتراف کړی، چي د خپل يو بل ملګری سره، چي يوسف الحجيب نوميږي په ګډه د 2006 ميلادي کال د جولای د مياشتي په پای کي د آلمان د کلن د ښار د اورګاډی په تم ځای کي دوه بکسونه چي چاودېدونکي مواد پکښي وه، د اورګاو په دو واګونونو يا ډبو کي اېښي وه.

په دغه پېښه کي د حجيب په نامه نيول سوی تورن لبنانی محکمه به هم نن د جرمني په دوسلدورف ښارکي پيل سي.