1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

يمن: ځانمرگي بريد ۳۵ تنه وژلي دي

۱۳۹۱ مرداد ۱۵, یکشنبه
https://p.dw.com/p/15kIg

په يمن کي د يوه ځانمرگي بريد په ترڅ کي ۳۵ انسانان وژل سوي دي او تقريبا ۴۰ نور ټپيان سوي دي. دغه پېښه د يمن په سويل کي رامنځ ته سوې ده. د راپورونو پر اساس د دغه بريد اصلي هدف د هغه ملېشې په نخښه کول و، چي د القاعدې پر ضد جنگيږي او له حکومتي ځواکونو سره ئې د جار ښار په بېرته نيولو کي کومک کړی وو. جار هغه ښار دئ چي تېر کال د يو شمېر نورو سيمو تر څنگ د وسله والو تر کنټرول لاندي راغلی وو. خو حکومتي ځواکونو تر سختو نښتو وروسته دغه سيمي بېرته نيولي وې.