يمن: د ۵۰۰ زرو ماشومانو ژوند په خطر کې دی
له دوو کالو راهيسې سعودي عربستان د لويديځو هيوادونو په ملاتړ په يمن کې هوايي بريدونه کوي. دې هوايي بمباريو هلته وضعه لا پسې خرابه کړې ده. په څانګړي توګه ماشومان د مخ پر زياتيدونکې بې وزلۍ او لوږې کړيږي.
د بريدونو هدف
هغه روزنتون چې دا هلک پکښې ژوند کوي، د يمن په پلازمېنه کې د وسلې د يوه احتمالي ګودام څنګ ته پروت دی. له دې وجې د سعودي عربستان په مشرتوب د پوځي ائتلاف الوتکو دا څای څو وارې بمبار کړی. دغه ائتلاف له دوو کالو راهيسې د حوثي ياغيانو پر ضد چې موازي حکومت یې جوړ کړی، جنګيږي.
تيښته
ډيرو کورنيو د بمباريو له ويرې خپل کورونه پرې ايښي دي. دې مور له خپلو ماشومانو سره د دهاروان کمپ ته پنا وړی ده. خو دلته د ژوند يوه آسانتيا هم نه شته. په ټوليزه توګه ۱،۴ ميليونه ماشومان بې ځایه شوي دي.
د لوږې له لاسه کړاو
د خوراکي توکو سخت کمښت دی. د ملګرو ملتونو د ماشومانو د مرستې ادارې يونيسف په حواله «تر۴۶۰ زرو زيات ماشومان» همدا اوس له سختي خوارځواکۍ سره مخامخ دي.
يو نسل له ښوونځي محروم دی
د يمن د ماشومانو له پاره ښوونځي ته د تګ لار اوږده او له خطرونو ډکه ده. د بندري ښار الحديده دا ماشوم بیا هم ښه دی چې ښوونځی لري او کولای شي پر خره ورشي. خو د يمن کابو دوه ميليونه ماشومان ښوونځي ته نه شي تلای.
بمونه د چا مخ او شا نه ګوري
په نښتو او هوايي بريدونو کې کابو ۱۶۰۰ ښوونځي ويجاړ شوي دي. خو په هغه څايونو کې چې د ښوونځي ودانۍ لا ولاړي دي هم ماشومانو درس نه شي ويلای، ځکه چي مجبور دي خپلو کورنيو ته نفقه پيدا کړي.
ماشومان هيڅ راتلونکې نه لري؟
يونيسف خبرداری ورکوي: د ډيري بې وزلې او نا اميدۍ له وجې ډيري ميندې او پلرونه دې ته غاړه ږدي چې اولادونه یې د مليشو له خوا جلب شي. نجونۍ بيا د ښه راتلونکي په اميد ژر واده کيږي. دې ادارې پر ښکيلو خواوو او نړيواله ټولنه په يمن کې د خوراک د يوه ناوړه ناورين د مخنيوي له پاره د هلو ځلو غږ کړی.
پر دغه نيمه ټاپو د واک جګړه
هغه شخړه چې په ۲۰۱۳م کال کې د شيعه حوثي ياغيانو او يمن د پوځ د ځينو برخو ته ترمنځ رامنځته شوه، اوس په يوه نړيواله جګړه بدله شوې ده. له ۲۰۱۵م کال راهيسې سعودي جټ الوتکې دغلته هوايي بريدونه ترسره کوي. د حوثيانو پر ضد دې جګړه کې نور عربي هيوادونه او همدا راز امريکا متحد ايالات، فرانسه او برېتانيا له سعودي عربستان څخه ملاتړ کوي.