1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«يرغمل سوی امريکايي ډاکټر وژغورل سو»

۱۳۹۱ آذر ۱۹, یکشنبه

په افغانستان کي مېشتو ناټو ځواکونو ويلي دي، چي امریکايي ځواکونو د يوه يرغمل سوي امريکايي ډاکټر د ژغورلو په عملیاتو کي ۷ تنه وسله وال طالبان وژلي دي.

https://p.dw.com/p/16yhi
انځور: AP

په افغانستان کي د ناټو تر قومندې لاندي ايساف ځواکونو ويلي دي، چي دغه عمليات د يکشنبې په ورځ تر سپېدو دمخه هغه مهال پيل سول، چي د استخباراتي معلوماتو له مخي د ډاکټر ديليپ جوزف، ژوند له خطر سره مخامخ وو.

جوزف د دسمبر د مياشتي پر پنځمه نېټه د کابل ولايت په سروبي ولسوالۍ کي د وسله والو طالبانو له خوا يرغمل سو.

په افغانستان کي د ايساف اوامریکايي ځواکونو عمومي قومندان جنرال جان الين وويل: «د نن ورځي عمليات زموږ د هغي ژمني يوه نمونه ده، چي طالبانو ته به ماته ورکوو.» هغه زياته کړه: «زه په هغو افغان او امريکايي ځواکونو وياړم چي دغه عمليات ئې پلان کړی ول، د هغو له پاره ئې تمرين وکړ او بريالي ئې ترسره کړل. له هغوی څخه مننه. ډاکټر جوزف به ډيرژر له خپلي کورنۍ او دوستانو سره يوځای سي.»

د ايساف په اعلاميه کي بې له دې چي توضيحات ورکړل سي، ويل سوي دي، چي جوزف تر «ارزيابي» لاندي دئ.

دا په داسي حال کي ده، چي يوې امنيتي سرچينې د فرانسې خبري آژانس ته ويلي دي، چي ډاکټر جوزف په افغانستان کي د کلينيک جوړولو پلان درلود. خو په دې اړه چي هغه د وسله والو طالبانو لاس ته څه ډول ورغلی څه نه دي ويل سوي.

په دغه عملياتو کي د هغو کسانو چي ډاکټر جوزف ئې تښتولی وو، اووه تنه وژل سوي دي. دغه عمليات افغان او امريکايي ځواکونو په گډه تر سره کړي دي.

د ايساف ځواکونو وياند دا نه دي ويلي چي دغه ډاکټر چيري ساتل کېدی، او نه ئې هم د عملياتو په اړه معلومات ورکړي دي. ویاند يوازي دونده ويلي دي، چي د عملياتو په اړه به وروسته نور جزييات ورکړل سي.

د کابل ولايت د سروبي ولسوالۍ امنیتي چاري د روان کال د اپريل تر مياشتي پوري پوري د فرانسوي ځواکونو پرغاړه وې، چي اوس ئې مسئوليت افغان امنيتي ځواکونو پرغاړه لري.

دا په تيرو څو کلونو کي دوهم وار دئ، چي بهرني ځواکونه په افغانستان کي يرغمل بهرنيان ژغوري. تر دې دمخه د ناټو ځانگړو ځواکونو په بدخشان ولايت کي دوې يرغمل سوي بهرنۍ مېرمني ژغورلي وې.

دغو مېرمنو له يوې مرستندويه ټولني سره کار کاوه.

دويچه ويله/ نجيب الله زيارمل
کتونکی: سيد رياض