يخي هوا په جوزجان کې ۲۷ کسان وژلي دي
۱۳۹۵ بهمن ۷, پنجشنبهد جوزجان ولایت دغې لیري پرتې ولسوالۍ ته اوس ټول رسیدونکي سړکونه اورېدلي ۵۰ ساتني متره واوري بند کړي دي. په داسې حال کې چې په سیمه کې د هوا درجه -۱۰ درجې ده چارواکي نه شي کولای چې زیانمنو کسانو ته مرستې ورسوي.
د درزاب ولسوال رحمت الله حشر، د پنجشنبې په ورځ د فرانسې خبري آژانس ته وویل چې دغه ماشومان د تیرو دوو یا درو ورځو په ترڅ کې وژل شوي دي: «په خواشینۍ سره موږ د سړې هوا او زياتي واري له کبله ۲۷ کسان له لاسه ورکړي دي.»
دغه ځایي چارواکي زیاته کړې ده چې ټول وژل شوي کسان تر پنځه کلنۍ کښته ول او دا چې د تړلو لارو له کبله د مرګ ژوبلې کچه تر دې هم لوړیدای شی.
د جوزجان ولایت ویاند رضا غفوري، هم دغه پیښه تائید کړې ده او روښانه کړې یې ده چې بیړنۍ مرستې به ورورسول شي.
په افغانستان کې هر کال د ژمې سړه هوا او د وارې ښویدو پیښې ډېر کسان وژني. ډیر وخت د کابل په شمال کې پروت پنجشیر ولایت کې هم دغه شان پیښې رامنځ ته کیږي.
نور مطالب: