1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

يانوکوويچ رسماً د انتخاباتو ګټونکی اعلان سو

۱۳۸۸ بهمن ۲۷, سه‌شنبه

دا ځل کريملين نه غوښتل چې د پنځو کالونو پخوا په څېر له وخت مخکې د ټاکنو د گټلو له امله مبارکي ووايي . ځکه يې دې ته انتظار وايست چې د يوکراين د ولسمشريزو انتخاباتو رسمي وروستۍ نتيجې اعلان شي

https://p.dw.com/p/M2fl
انځور: DW

په اوکراين کي د يکشنبې په ورځ، يعني د فبرورۍ پر څوارلسمه نېټه د انتخاباتو نتيجې اعلان شوې، چې له مخي يې ويکتور يانوکوويچ د 49 فيصدو رايو په تر لاسه کولو سره له يوليا تيموشنکو څخه درې نيم فيصده وړاندي دی ، او ټاکني يې گټلي دي . يوه ورځ وروسته د ورسيې ولسمشر مدويدېف يانوکوويچ ته د برياليتوب له امله مبارکي وويله او روسيې ته يې د ليدهء کاتهء په موخه وروبالهء . د 30 ورځو په ترڅ کې بايد يانوکوويچ د يوکراين د اساسي قانون له مخي خپله دندي ومني او پيل کړي . ورپسې به يانوکوويچ دا خبره څرگندوي چې کوم هېواد ته به دی خپل لومړی رسمي سفر کوي .

له خبريالانو سره په مرکو کې ښاغلي يانوکوويچ څرگنده کړه چې دی غواړي له ستراتيژيکو گاونډيانو سره برابر او معقول اړيکي ولري. دا په دې معنا ده چې نوی ولسمشر نه يوازي له روسيې سره بلکه له اروپايي ټولنې سره هم معقول اړيکي غواړي . خو په ډېرو لانجمنو او مهمو مسايلو کې يې مسکو ته د غاړي ايښودلو اشارې هم کړي دي ،چې له مخې يې د روسيې د تور سمندرگي د کښتيو د پوځي واحد په اړه تړون له 2017 م کال وروسته هم اوږدېدای شي . سربېره پر دې يانوکوويچ د اوکراين د گازو د نلليکو د سيستم په برخه کې د شرکتونو د همکارۍ وړانديز کوي چې د لويديځي اروپا او د ورسيې شرکتونه به هم پکښې گډون کوي . دغه خبره يوليا تيموشېنکو پخوا همېشه رد کړې وه .

Wahlausgang in der Ukraine Präsidentschaftswahl
انځور: AP

مېرمن تيموشېنکو د فبرورۍ د اوومي نېټې د انتخاباتو په تعينونکي پړاو کې خپله ماته تر اوسه پوري نه ده منلې . هغې د انتخاباتي کميسيون څخه وغوښتل چې رسمي پايلې دې بېرته واخلي . دا غواړي د مشکوکو درغليو له امله دعوه وکړي . دا وايي،

«موږ شواهد په لاس کې لرو او ما خپله يوازنۍ ممکنه پرېکړه وکړه : يعني د محکمې په وړاندي به د ټاکنو پرنتيجو باندېي دعوه کوم . که زه محکمې ته مراجعه ونه کړم، نو هغه دا معنا لري چې اوکراين پرته له مبارزې مجرمينو ته ور پرېږدم.«

د اروپا د امنيتي چارو او همکارۍ د سازمان لخوا گمارل شوو انتخاباتي څارونکو دغه انتخابات آزاد، برابر او شفاف بللي دي . يوليا تيموشېنکو په خپل وار د اونۍ په پای کې د يوه مطبوعاتي کنفرانس د لاري ادعا وکړه چې د دغه سازمان ځينی کارکونکي د هغې څرگندونی هم تائيدوي . تيموشېنکو تر اوسه پوری د يوکراين لومړۍ وزيره ده .

د يانوکوويچ گوند، چې اوسمهال په پارلمان کې تر ټولو ستر پلاوی تشکيلوي، له اوسنيو حکومتي گوندونو سره د يو ايتلاف د جوړولو په اړه خبری کوي . ويکتور يانوکوويچ په دې اړه وايي:

«موږ بايد ډېر ژر يو حکومت جوړ کو. د دې دپاره يو اييتلاف ته اړتيا لرو. ځکه نو ما لومړۍ وزيرې تيموشېنکو ته وړانديز کړی دی چې استعفا دي ورکړي.«

خو يوليا تيموشېنکو د استعفا خبره په کلکه ردوي . که يانوکوويچ په دې بريالی نه شي چې يو نوی حکومتي اييتلاف رامنځته کړي، نو له وخت مخکې به نوي پارلماني انتخابات راوبلل شي . داسی ښايي چې ولسمشريزو ټاکنو اوکراين ته سياسي ثبات نه دی وربخښلی او د واک پر سر شخړه لا دوام لري .

هارت بريشت/ نسيم صابر

کتونکی : محمد قاسم نوري