1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

و کيوبا ته د اوباما تاريخي سفر

۱۳۹۵ فروردین ۱, یکشنبه

لومړی پاپ ورغی، اوس اوباما ورځي. د يکشنبې په ورځ د متحده آيالاتو ولسمشر کيوبا ته ځي. د دواړو سره پخوا مخالفو هېوادونو تر منځ د اړيکو نيولو بهير ډېر ګړندی مخ ته درومي.

https://p.dw.com/p/1IGWu
انځور: picture-alliance/AP Photo/R. Espinosa

«د اوباما سفر د عامو وګړو له پاره يوه تاريخي پېښه ده»، دغه خبره د کيوبا د چارو کارپوه، بېرت هوفمن، کوي چې د لاتينې امريکا د څېړنو په برخه کې د ګيګا انستيتوت مدير دی. په تېره زاړه خلک په کيوبا کې وايي: «ښه ده چې دا پېښه مې وليدله.»

د ۸۸ کلونو راهيسې په لومړي ځل به د مارچ په ۲۰ مه د امريکا متحده آيالاتو يو ولسمشر د کريبين سمندر کې پروت دغه ټاپو ته ورشي. خو په داسې حال کې چې د امريکا پخوانی ولسمشر، کېلوين کوليج، په ۱۹۲۸ کال کې په يوې جنګي کښتۍ سره کيوبا ته ورسېد، اوس بارک اوباما او د کيوبا ولسمشر، راول کاسترو، غواړي چې د جنګ حالت نور پای ته ورسوي.

ډېر سمبوليک سفر

د دغه تاريخي سفر مخکې لا ډېر سمبوليک کارونه تر سره شول. د کيوبا د بهرنيو چارو وزير، برونو رودريګز پاريله، د مارچ په ۱۸مې اعلان وکړ چې د امريکا له متحدو آيالاتو څخه د پيسو د لېږد رالېږد فيس به له منځه يوړل شي. دغه فيس چې مقدار يې لس سلنه وو، په ۲۰۰۴ کال کې د کيوبا د حکومت له خوا رامنځ ته کړل شوی وو. د فيس په له منځه وړلو سره د ډېر شمېر هغو کيوبايانو عايد هم جګيږي چې په امريکا کې د مېشتو خپلوانو و پيسو ته اړتيا لري.

د کيوبا د هنرمندانو له پاره بورسونه

د کيوبا اتباعو ته به په راتلونکي کې اجازه ورکړل شي چې د امريکا په متحده آيالاتو کې په منظم او پر له پسې توګه کار وکړي، بانکي حسابونه پرانيزي او بورسونه لاس ته وروړي. د دواړو هېوادونو تر منځ د پُست يعنې د خطونو د لېږد رالېږد سيستم هم د ۴۸ کلونو وروسته بېرته فعال شوی دی.

د کيوبا کارپوه هوفمن وايي چې «په پلازمېنه هاوانا کې په وروستيو يو نيمو کلونو کې لا زيات تغييرات راغلي دي نسبت په پنځو مخکنيو لسيزو کې.» د متحدو آيالاتو د اتباعو ورتګ په کيوبا کې د اقتصاد د ودې باعث ګرځېدلی دی. اوس هيله دا ده چې دغه پرمختګ به دوام ولري: انترنېټ، ډالر او سيلانيان کيوبا ته ورمات شوي دي.

خو کيوبا لا د خپل اوسني دريځ څخه نه ده اوښتې. د جمعې په ورځ ايله ولسمشر راول کاسترو د وينزويلا ولسمشر، نيکولاس مادورو، ته د خپل کمونيستي رژيم تر ټولو ستر انعام، يعنې د خوزې مارتي مډال ورکړ. داسې وویل شول چې مادورو «په جرئت او ځيرکتيا» سره د امريکا د متحدو آيالاتو له خوا د لاسليک شوي فرمان سره مخالفت کړی وو چې وينزويلا پکې د امريکا متحده آيالاتو له پاره خطر بلل شوی وو.

د ګوانتانامو کړکېچ

د واشنګټن او هاوانا تر منځ د ښو احساساتو سره سره لا د کيوبا حکومت خپلې غوښتنې لري. يوه دغسې غوښتنه پوره شوې ده: د امريکا متحدو آيالاتو د ۲۰۱۵ کال په می مياشت کې کيوبا د هغو هېوادونو له تور ليست څخه ايستلې ده چې ګويا د ترهګرۍ څخه ملاتړ کوي. خو د تجارتي بنديزونو لېرې کېدل او د امريکايي پوځي اډې او زندان ګوانتانامو بيا تسليمېدل لا نه دي عملي شوي.