وېسټروېله سعودي عربستان ته ورسېد
۱۳۹۰ اسفند ۲۱, یکشنبهاعلان
د المان د بهرنيو چارو وزير گيډو وېسټرويله له يمن څخه تر کتني وروسته سعودي عربستان ته رسېدلی دئ. د الماني وزير او سعودي چارواکو تر منځ د خبرو مهم ټکي به د سوريې کړکېچ او د ايران اټومي پروگرام وي.
د سعودي عربستان د بهرنيو چارو وزير شهزاده سعود الفيصل په فبرورۍ کي دا غوښتنه کړې وه چي د سوريې حکومتي مخالفينو ته دي وسلې ورکړل سي. اټکل کيږي چي د الماني وزير سره په ملاقات کي د سعودي عربستان پر هغه غوښتنه هم خبري وسي چي له مخي ئې له المان څخه ۲۰۰ ليوپارد ډوله ټاکونه رانيول غواړي.