1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

وېسټروېله: د مراکش د تره گر بريد د قربانيانو سره به مرسته وکړو

۱۳۹۰ اردیبهشت ۲۷, سه‌شنبه

دا چې د ویسټرویله سفر به د المان او مراکش د خپل منځي اړیکو لپاره څومره مهم دی، د دې څخه څرګندیږي چې د المان د بهرنیو چارو وزیر ته دا وارې د مراکش د باچا عبدالله څلورم لخوا هرکلې وشو.

https://p.dw.com/p/11HbL
وېسټروېله د قربانيانو په ياد گلونه ايږدي
وېسټروېله د قربانيانو په ياد گلونه ايږديانځور: picture-alliance/dpa

په مراکش تورې وریځې خپورې دي او د ښار په منځ کې د جماع الفنا په میدان کې د باران لوی لوی څاڅکي اوري. د اګانه ریستوران ویجاړه شوې ودانۍ په لویو لویو سپینو پلاسټکونو پټه ده. د اپریل د ۲۸ نیټې د برید وروسته د ریستوران برانډه بیخې د منځه تللې.

د المان د بهرنیو چارو وزیر چې کله د مراکش د هغه ځای ولید نو خواشینې یې د لیدو وو. د جم وجوش، خوښې دا ځای نوموړي د خپلې ځوانې راهیسې پيژانده.

اوس ویسټرویله په دغه ځای ګلان کښیښودل او د ولسو وژل شویو تنو یادونه یې وکړه. بیا ده په یوه بل رسټوران کې چې برید ګر د هماغه ځایه غوښتل د خپل موباییل تلفون په واسطه دغه بم وچوي یو څو شیبې کښیناست.ویسټرویله وویل:

« هغه سلهاو خلکو چې دلته یې مظاهرې وکړې هغوي د زور زیاتي په ضد احتجاج وکړ او د سیاسي اصلاحاتو د راوستلو غوښتنه یې وکړه. زه ددې خبرې هرکلې کوم چې د مراکش حکومت دا روښانه کړه چې دوي د اصلاحاتو د راوستلو خپله لاره د ترهګرو د عملیاتو د وجې نه ودروي. زه د دې خبرې ډير هرکلې کوم.»

ویسټرویله وویل چې اوس د حکومت د دې تګ لارې ملاتړ باید وشي. د مراکش خلک او همدا ډول د شمالي افریقې د نورو هیوادونو وګړي په بې صبرۍ سره د ښه ژوند په انتظار دي. نوموړي زیاته کړه چې د اصلاحاتو د راوستلو پروژه باید ناکامه نه شي او اروپايي ټولنه او هم المان په دې برخه کې باید مرستې وکړي.
د ویسټرویله یوازې د المان د بهرنیو چارو د وزیر په توګه په لومړي سفر کې ښايي د المان د ازادو د ګوند دا پخواني مشر په راتلونکي د خپل کار تمرکز په شمالي افریقا ویني. ویسټرویله غواړي چې د اروپايی ټولنې د پایداره او دقیق سیاست د لارې د دې سیمې د ګاونډي توب حق ادا کړي.

« مونږ اروپایان یوازې د دې لپاره نه چې مونږ د مهاجرینو د راتګ څخه وساتل شو بلکې د دې لپاره هم د سیمې د ثبات هڅه کوو ځکه مونږ ته خپله سوله او خپل ثبات په خپله لویه وچه کې ډير مهم دی. مونږ دې ته ډيره لیوالتیا لرو چې زمونږ په ګاونډ کې ثبات، ډيموکراسي او سوله خپره وي.»

دا چې د ویسټرویله سفر به د المان او مراکش د خپل منځي اړیکو لپاره څومره مهم دی، د دې څخه څرګندیږي چې د المان د بهرنیو چارو وزیر ته دا وارې د مراکش د باچا عبدالله څلورم لخوا هرکلې وشو. نن هم ویسټرویله د نورو لوړپوړو حکومتي چارواکو سره د لیدولو پلان لري. د د دې سربیره به ویسټرویله په رباط کې په یوه سیمینار کې هم ګډون وکړي چې په عربي نړۍ کې د ډیموکراسۍ د غورځنګ په اړه جوړ شوې.

اليکساندر گيوبل / برېښنا صابر
کتونکی: احمدولي اڅکزی