وېستروېله: د ايران پر وړاندي پر نوو بنديزونو غور کيږي
۱۳۹۱ شهریور ۱۸, شنبهد ايران د اټومي لانجې په موضوع کي د اروپايي ټولنې په لهجه کي تندوالی راغلی دئ. د المان د بهرنيو چارو وزير گيدو وېستروېله د قبرس په پافوس کي د اروپايي هيوادونو د بهرنيو چارو د وزيرانو د غونډې وروسته ويلي دي چي پر ايران د نوو بنديزونو پر لگولو غور کيږي. وېستروېله زياته کړې ده چي د ايران سره په خبرو کي د سست پرمختگ موضوع هغه اندېښمن کړی دئ.
الماني وزير پر دې خبره ټينگار کړی دئ چي د اروپايي ټولنې له پاره د ايران له خوا اټومي وسلې تر لاسه کول هيڅ د منلو وړ خبره نه ده. وېستروېله پر ايران تور لگولی دئ چي د ملکي اټومي انرژۍ په نوم د ځان له پاره د اټومي وسلو د جوړولو په هڅو بوخت دئ. تهران دا ډول تورونه همېشه رد کړي دي. په عين حال کي د کاناډا هيواد په ايران کي د خپل سفارت د تړلو او د خپل هيواد څخه د ايران د سفير د ايستلو اعلان کړی دئ. د کاناډا د بهرنيو چارو وزيرJohn Baird د دغې پرېکړي وجه د ايران له خوا د سوريې د رژیم نظامي مرسته بللې ده.