وېسترويله د اوباما او کرزي د پرېکړې هر کلی وکړ
۱۳۹۱ دی ۲۴, یکشنبهاعلان
د آلمان د بهرنيو چارو وزير، ګيدو وېسترويله، د امريکا د متحده آيالاتو او افغانستان تر منځ د امنيتي مسووليت په لېږد کې د چټکتيا راوستلو پرېکړې ته هر کلی ويلی دی. د بهرنيو چارو وزارت يوې وياندې د آلمان خبري آژانس ته ويلي دي چې آلمان هم غواړي چې امنيتي مسووليت هر څومره ژر او په مسوولانه توګه افغانانو ته وسپاري. د متحده آيالاتو ولسمشر بارک اوباما او افغان ولسمشر حامد کرزي د جمعې په ورځ پرېکړه کړې وه چې امنيتي مسووليت به د اوړي پر ځای په پسرلي کې له نړيوال ايساف ځواک څخه افغاني اردو او پوليسو ته وسپارل شي