ویکي لیکس د بندیانو په اړه د امریکا د سیاست اسناد خپروي
۱۳۹۱ آبان ۵, جمعهاعلان
ویکی لیکس د امریکا د دفاع وزارت د خوا د بندیانو د سیاست په اړه د څه د پاسه ۱۰۰ اسنادو په بربنډولو پیل کړی دی. د CNN په نامه امریکایی تلویزیون سره په مرکه کی د هغه بڼسټ اېښودونکي جولیان اسانج وویل چی دا کار تاریخي اهمیت لري.دا ځکه چی د بندیانو سره دغه ډول چلند به په نړیواله سطحه مړثر وي. په دغو اسنادو کی په عراق کی د ابوغریب او د ګوانتانامو د محبوسینو د پاره ځینی مقررات هم شامل دي.