ویسترویله: له مالي سره به په لوژیستکي او تخنیکي برخه کې مرسته وشي
۱۳۹۱ آبان ۳, چهارشنبهالمان د مالي هیواد سره د مرستو د پروگرام خبره کړې ده. دا اعلان وروسته تر هغې تر سر کیږي چې ملگري ملتونه پلان لري چې ۳۰۰۰ تنه سرتیري د یوې سیمې د بیرته ولکه کولو له پاره دغه هیواد ته ولیږي. د رپوټونو په حواله یوه تندلاره اسلامپاله ډله چې له القاعدې سره اړیکي لري د مالي هیواد شمالي برخه یې د مارچ په میاشت کې تر خپل کنترول لاندې راوستې ده.
د المان د بهرنیو چارو وزیر گیدو ویسترویله تیره ورځ ویلي دي چې د روزنې په برخه کې به د مالي هیواد ته د مرستې وړاندیز وشي چې دولت د مالي په شمال کې خپل ثبات ټینگ کړای شي. د المان صدراعظمې انگلا میرکل ویلي دي چې دموکراتیک جمهوریتونه نړیوال تروریزم ته د دې اجازه نه شي ورکولای چې د مالي په شمال کې خوندي پټنځایونه ولري. په پام کې ده چې د اروپایي ټولنې د بهرنیو چارو وزیران به راروانه میاشت د دغه هیواد له پاره دملگرو ملتونو له خوا د وړاندې کړای شوي پلان په اړه خبرې اترې وکړي.