1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ویسترویله د یوه آزاد تجارت د زون د جوړولو خبره کړې

۱۳۹۱ آبان ۶, شنبه
https://p.dw.com/p/16Y35

د المان د بهرنیو چارو وزیر گیدو ویسترویله د اروپایې اتحادیې او متحده ایالاتو څخه غوښتي دي چې پر بحران د غلبې له پاره دې یو آزاد تجارتي زون جوړ کړای شي. ویسترویله له یوې المانۍ ورځپاڼې (Neue Osnabrücker Zeitung) سره په خبرو کې ویلي دي چې اروپایي اتحادیه او متحده ایالات نه یوازې د خارجي سیاست او امنیت په برخه کې، بلکې په اقتصادې برخه کې هم له یو بل سره نزدې همکاري وکړي.

هغه زیاته کړې چې په همدې دلیل د امکان تر حده باید ژر د یوه آزاد تجارتي زون په اړه له سره خبرې وشي. د المان د بهرنیو چارو وزیر پر دې خبره ټینگار وکړ چې المان تر دې دمخه هم ښودلې ده چې دواړو خواو ته له چین سره د اقتصادي اړیکو غځول سودمند دي. هغه په خپلو خبرو کې زیاته کړې چې له بده مرغه په نړۍ کې د مالي بحران له راتلو سره اقتصادي حمایوي سیاست ته تمایل پیاوړی شوی دی او دغسې یو سیاست د اقتصادي ودې په زیان تمامیږي او دا د گلوبلایزشن یا جهاني کیدلو له پاره سم ځواب نه دی.