ویسترویله به نن نایجیریا ته سفر وکړي
۱۳۹۱ آبان ۱۲, جمعهاعلان
د المان د بهرنیو چارو وزیر گیدو ویسترویله، افریقا ته د خپل سفر په ترڅ کې د جمعې په ورځ نایجریا ته خپل سفر ته ادامه ورکوي . د دغه هیواد په پلازمینه ابوجا کې به هغه د دولت له چارواکو سربیره د لویدیځي افریقا د اتحادیې له استازو سره هم وویني چیرې چې به هغوی د مالي هیواد په شمال کې د سخت دریځه اسلامپالو پر ضد د پوځي عملیاتو د تر سره کیدو جاج واخلي.
ویسترویله تر دې یوه ورځ وړاندې مالي هیواد ته سفر کړی وو چې له دغه سره د المان له خوا د کیدونکو مرستو ډاډ ورکړي. د مالي په څیر د نایجیریا هیواد هم د سخت دریځو له لوري د تاوتریخوالي سره مخامخ دی. د «بوکو حرم» په نوم ډله د یو شمیر ډیرو ترهگرو بریدونو له پاره گرم گڼل کیږي، چې له ۲۰۱۰م کال راهیسې په دغه بریدونو کې شاوخوا ۱۴۰۰ انسانانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.