1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

سيمه ييز پوليس ولي خپلي دندې پرېږدي؟

محمد ابراهيم سپېڅلی/ کندهار۱۳۹۱ دی ۱۰, یکشنبه

په کندهار کي يو شمېر سيمه ييز پوليس د امکاناتو د نستوالوي له امله خپلي دندې پرېږدي. دوی وايي، دنده ځکه پرېږدي، چي د جېب خرڅ خو لا څه چي په نس نه دي ماړه.

https://p.dw.com/p/17BHX
انځور: AP

په کندهار کي يو شمېر سيمه ييز پوليس وايي، چي دوى ته ټاکل سوى معاش لږ او پروخت نه ورکول کيږي. د کورنۍ غړي يې هم وايي دوى ځکه خپل دوستان بېرته د سيمه ييزو پوليسو له ليکو څخه راايستلي دي، چي يوازي يې نوم د سيمه ييزو پوليسو دى، نور ټول پر خپلي کورنۍ تاوان دي.

دا په داسي حال کي ده، چي افغان حکومت هڅه کوي، چي په ليرو پرتو سيمو کي د سيمه ييزو پوليسو په مرسته په د ولسواليو او کليو امنيت وساتي.

د کندهار ولايت د ارغنداب ولسوالۍ يو تن اوسېدونکی چي خپل نوم اسدالله ښيي، وايي چي خپل ورور فيض الله يې ځکه بيرته پر کور کښېنولى دى، چي نور امکانات يې لا څه ، چي ډوډۍ او د جيب خرڅ يې هم پر دوى تاوان وو:

«زما د پلار او ټولو وروڼو په خوښه مو دا يو ورور محلي پوليسو ته واستاوه، اخر داسي سو، چي ډوډۍ، د جيب خرڅ او د ناستي ولاړي ځاى يې بيا هم پر موږ تاوان وو. د طالبانو بدي مو هم پر غاړه واخيسته خو نتيجه يې ورنه کړه.»

يو تن سيمه ييز پوليس چي د نوم د نه اخيستلو په شرط یې له دويچه ويله سره په تليفوني خبرو کي وويل، چي نور لاڅه چي په نس نه وو ماړه.

«تاسي وگوری موږ له طالبانو سره دښمني پرغاړه اخيسې وه، ځان مو مرگ ته ورکړی وو، خو داسي وو، چي د جيب خرڅ او نور څه خو لاپريږدی په نس نه وو ماړه.»

د کندهار د والي وياند جاويد فيصل هم دا مني، چي په دې وروستيو کي د کندهار په يو شمير ولسواليو کي سيمه ييز پوليس خپلي دندي پريږدي. هغه هم د سيمه ييزو پوليسو څخه د يو شمير کسانو وتل د دوى پر نه امکاناتو وراچوي.

د نوموړي په خبره، دوى د کورنيو چارو وزارت سره په تماس کي دي، چي د سيمه ييزو پوليسو په مخکي پرتې ستونزي ور اواري کړي. فيصل وايي سيمه ييزو پوليسو ته هم بايد لکه د نورو امنيتي څانګو په سترګه کتل په کار دي:

«د سيمه ييزو پوليسو تېښته په ځينو شمالي ولسواليو کي سته، خو دا تېښته يا د وظيفي پرېښودل په هغه کچه نه دي، چي تشويش ورباندي وسي. موږ په دې هڅه کي يو، چي د کورنيو چارو وزارت سره د دوى د ستونزو د حل کولو موضوع وروستۍ پرېکړي ته وروسوو.»

د کندهار اوسيدونکي او د سيمه ييزو پوليسو د کورنۍ غړي وايي، که چيري له سيمه ييزو پوليسو سره کړي ژمني عملي سوي وای! دوى هم چمتو وو، چي دغه ليکي يې پياوړي کړي واى، ليکن اوس يې زړه نه غواړي چې د سيمه ييزو پوليسو په ليکو کي ودريږي.

خو د کندهار دوالي وياند جاويد فيصل وايي له دې سره، چي سيمه ييز پوليسو په لويو وسلو نه دي سمبال او نوري ګني ستونزي يې هم په مخکي پرتې دي ليکن بيا يې هم په ډېرو ليرو سيمو کي یې امنيت ساتلى او د خپلو سيمو ساتني ته يې په کلکه ملاوي تړلي دي.

«په کندهار کي سيمه ييز پوليس هغه ځواک دی، چي په ډېرو سختو شرايطو کي يې ډېري سيمي له وسله والو څخه نه يوازي پاکي کړي، بلکي هلته يې امنيت هم تر ډېره ځايه ټينگ کړى دى.»

دامهال د کندهار په ډېرو ولسواليو کي سيمه ييز پوليس ميشت دي، د هيواد د نورو سيمو په پرتله په کندهار کي يې ولسي خلګ له چلند څخه خوښ دي او وايي، د سيمه ييزو پوليسو په جوړېدو سره يې سيمي پر کراره سوي دي.