ويل کيږي چه فرانسوي عسکر د خپلو متحدينو لخوا ويشتل سوي دي
۱۳۸۷ مرداد ۳۰, چهارشنبهاعلان
ناټووايي چه تر اوسه پوري د ناټو په اختيار کښي داسي شواهد نسته ، چه د هغه پر اساس دي دغه رپوټ تاييديا رد سي . دغه فرانسوي عسکر د دوشنبه په ورځ د کابل په ختيځ کي تر حملې لاندي راغلي وه . د پاريس د نن ورځي د له مونډLe Monde د اخبار په حواله هغه هوايي قواوي چه ددوی حمايه يې کوله ، د هغوی د هوايي بمباريو په نتيجه کښي فرانسوي عسکر هم وژل سوي دي .
د دوشنبه په بريدونو کي لس فرانسوي عسکر مړه او 21 نور ټپيان سوي وه .
د فرانسې حکومت ويلي دي ، چه عسکر د جنګونو په شروع کي ځای پر ځای مړه سوه . له مونډLe Monde همدارنګه ويلي دي ، چه د قرباينو تعداد ځکه هم زياد سوی دی، چه ملاتړ کونکي قواوي د پيښي ځای ته ډیري ناوخته ورورسيدې .