1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ويستر ويله: زما خبره خبره ده

۱۳۸۸ دی ۱۸, جمعه

د جرمني د بهرنيو چارو وزير ګيدو ويستر ويله په ترکيه کي د هغه هيواد د بهرنيو چارو د وزير سره په ليدنه کتنه کي پر دې ټنګار کړی چي د ترکيې لپاره به اروپاي ټولني ته د ورګډيد و لپاره هلي ځلي وکړي...

https://p.dw.com/p/LOiH
په انقره کي د جرمني د بهرنيو چارو وزير ګيدو ويستر ويله د ترکيې د بهرنيو چارو له وزير سره د ليدني پر مهال
په انقره کي د جرمني د بهرنيو چارو وزير ګيدو ويستر ويله د ترکيې د بهرنيو چارو له وزير سره د ليدني پر مهالانځور: AP

هرڅوک چې، ترکيه ته رسمي سفر کوي ، نو د ترکي د بنسټ ايښودونکي، مصطفي کمال اتاترک د قبر نه ليدنه کتنه په انقره کې يو دستور دي د همدي کبله د المان لمړي وزير ويستر ويلی هم د خپلي کتني او ليدني په ترڅ کې په انقره کې د اتاترک په قبر د ګلو ګيډي کيښوده،مخکي تر دي چي،د ترکي د حکومت سره په سياسي خبرو اترو پيل وکړي.

په اصل کې د چهارشنبې په مښام د ترکيې د بهرنيو چارو د وزير سره د مښامني ډوډي په ترڅ کي دا په ډاګه وه چې ، دواړه يود بل سره په خبرو پوهيږي، د دوی د خبرو اترو نه وروسته په مطبوعاتي کنفرانس کې د دواړو په خوله کې خنداجوته کيدله.

د ترکيې د بهرنيو چارو وزير د خپلوخبرو اترو څخه پوره راضي وه ، او پدي هکله يې دليل هم درلوده، او هغه داچې، د ترکيې د غړيتوب خبري اتري به اروپايې ټولني ته په غير د سويې تفاهماتو مخ په وړاندي لاړي شي، او د ترکيې سره به د يو مکمل غړي په حيث چال چلند ته لاري هواريږي.

همدغه خبري د دواړو هيوادونو تر مينځ لاسليک شوي ، پورتنې خبري د تړون يوه برخه ده، او دغه برخه بايد مخ په وړاندي لاړه شي، د يوې پوښتنې په ترڅ کې چې دغه خبري د المان لومړۍ وزيره انګيلا ميرکل په کومه سترګه ګوري! حال داچې ميرکل د يو مکمل غړيتوب مخنوي کوی! او په اصل کې د يو امتيازلرونکې غړي پلوي ده.

پدي هکله ويستر ويلي وايې،زه ترکيې ته د يو سيلاني په بڼه په کوچني جنګي نيکر کې نه يم راغلي، بلکي د بهرنيو چارو د وزير په حيث راغلي يم، زه چې څه وايم، دا واقعيت دي، کوم چې موږ په حکومت کې فيصله کړی دی.

د ترکيې د بهرنيو چارو وزير چي پخپله هم په الماني ژبه خبري کوي، په اصل کې خورا خوشاله معلوميده، او د المان د لومړي وزير څخه يې د ترکيې د مکمل غړيتوب په تړاو اروپايې ټولني ته مننه وکړه، او پدې يې هم ټينګار وکړ چې، دواړه هيوادونه د فيصله شوو تړونونو شاته په کلکه ولاړ دي، المان د اروپايې ټولني يو د مهمو غړو په قطار کې راځي د همدي کبله المان د ترکيې غړيتوب يو ستراتيژيکي مهم ټکي ګڼي، داچې حقيقت هم همداسي دي پدي هکله ويستر ويلي وايې:

«افغانستان،يمن ، نژدې ختيز،ايران دا ټولي په حقيقت کې ستري پوښتني دي، زموږ لپاره دا يوه ډيره ستره سيالي ده چې،پورتنې پرابلمونه په ګډه را کابو کړي شوه ، په پورتنيو څيزونوکي ترکيه يو ستر رول ادا کوي، سربيره پردي، اصلي پوښتنه، سوله او ډاډمنتوب دي، ځانله اقتصادي د لچسپي مطرح نده ! کومه چې مونږ د ترکيې سره د ډيرو کلونو راهيسي په ګډه په لاره کړي ده، سربيره پردي ويستر ويلي د ترکيې حکومت ته دا هم په ډاګه کړه چې په راتلونکي کې د ترکيې د ريفورم په تړاو قدمونه نورهم په ډاګه کړي،ترکيه بايدخپل کورنی کار پدي هکله تر سره کړي، د بيلګي په توګه د پرسي او بيان ازادي ، مذهبي ازادي،د اروپايي ټولني د بنسټيزو څخه ګڼل کيږي.

Grabenheinrich, Christoph/ شيرين ګيرديوال

کتونکی. زيارمل