ويستروېله د پيرو او آلمان تر منځ د لا ډيري همکاری غوښتنه کړې ده
۱۳۹۰ بهمن ۲۸, جمعهاعلان
د آلمان د بهرنیو چارو وزير ګيدو ويستروېله په پيرو کي د آلمان او جنوبي امريکا د دغه هيواد تر منځ د لا ډيري همکاری د امکاناتو خبره وکړه. ويستروېله د جمهوررييس اولانټا هومالا، سره په خبرو کي وويل چي پيرو يو داسي هيواد دئ، چي ډير امکانات لري. د پيرو نوی حکومت د سوسيال آزاد بازار، لار انتخاب کړې ده او همدغه خبره د ګډ کار له پاره زمينه برابروي.