1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ويسترویله د اروپایي ټولنې او اسیان تر منځ پر ازاد بازار ټینگار وکړ

۱۳۹۱ اردیبهشت ۸, جمعه
https://p.dw.com/p/14lkf

د المان د بهرنیو چارو وزیر ګیډو ویسټرویله، د جنوبي اسیا د اسیان د ټولنې او د اروپايي ټولنې د هیوادونو تر منځ د ازاد باراز د تړون پر رامنځته کیدو ټينګار وکړ. په برونای کې د دې ټولنو د بهرنیو چارو د وزیرانو د غونډې پر مهال ویسټرویله وویل چې دواړه سیمې په دې برخه کې ډيره زیاته وړتیا لري.
 
په دې هلکه خبرې اترې د څو کلونو راهیسې په ټپه ولاړې دي. اروپايي ټولنه تر اوسه پورې یوازې د سنګاپور او مالیزیا سره د ازاد بازار د تړون په هلکه خبرې کوي.

د ویسټرویله د سفر نور تم ځایونه تایلند او برما دي. تایلند او المان سږ کال د خپلو ډپيلوماتیکي اړیکو ۱۵۰مه کلیزه لمانځي.