1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ويسترويله د خليج هيوادونو د همکارۍ شورا په غونډه کي کډون کوي

۱۳۹۰ فروردین ۳۱, چهارشنبه

معمولاً د آلمان د بهرنيو چارو وزير د خليج هيوادونو د همکارۍ شورا او اروپا د اتحاديي په کلنۍ غونډه کي ګډون نه کوي. خو دا وار داسي نه ده. دليل دا دي چي، د خليج هيوادونه د عربي نړۍ په روان پاڅون کي يو مهم نقش لري.

https://p.dw.com/p/10wzL
د ليبيا د کړکيچ په اړه غونډي
د ليبيا د کړکيچ په اړه غونډيانځور: picture alliance / dpa

په دي هکله ګيدو وسترويله غواړي چي نن په ابوظبي کي د دغي کلنۍ غونډي له برخه والو سره وږغيږي.

د عربو د متحده امارتو او قطر جت جنګي الوتکي د ليبيا په هوايي قلمرو کي «د الوتني د بنديز» د څارني په عملياتو کي ګډون لري. خو قطر آن تر دې هم وړاندي ګام اخيستی ، هغه دا چي ليبيايي ياغيانو ته وسلي استوي، د هغوي تيل په بازار کي پلوري او لومړی عربي دولت دي چي د ليبيايي ياغيانو حکومت يي په رسميت پيژندلی دی.

د خليج دولتونه په ليبيا کي خلک د قذافي د رژيم په وړاندي ساتي ، خو په بحرين کي بالمقابل د د دغه هيواد پادشاه د خلکو د پاڅون څخه ساتي. بحرين ته سعودي عربستان او متحده اماراتو 1500 سرتيري استولي دي.

په دغه هيواد کي د ديموکراسي غورځنګ ټکول سوی او بحرين په يو پوليسي دولت بدل سوی دی.

خو په يمن کي د خليج دولتونه تر اوسه پوري ناکام دي. دا چي تر اوسه پوري د يمن ولسمشر پر قدرت پاته دی او چمتو نه دی چي د واکمنۍ څخه لاس واخلي، ښايي وجه يي دا وي چي سعودي عربستان پر هغه باندي لاس نيولی دی. د يمن په هکله د خليج د دولتونو ترمنځ اختلاف نظر موجود دي.

خو د نوموړي کارپوه په نظر دوی هم له يو لړ ټولنيزو ستونزو، لکه بيکاري، اختلاس او اداري فسار سره لاس او ګرويان دي. دغو ستونزو يو شمير بشري حقونو فعالين دي ته هڅولي او وايي ، په داسي حال کي چي دولتونه په مصر او ليبيا کي د ديمورکاسي له غورحڼکونه څخه ملاتړ کوي، خو د خپلو هيوادونو په دننه کي ديموکراسي نه غواړي او که څوک يي وغواړي، هغه سمدلاسه زندان ته استول کيږي.

کيونتوپ/ عبدالباري حکيم

کتونکی: نجيب الله زيارمل