1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ويسترويله دنورو افغاني پوليسو د روزني وعده هم ورکړه

۱۳۸۸ آبان ۲۹, جمعه

دجرمنی خارجه وزير ګوده ويستر ويله مزار شريف ته نژدې د پوليسو د يوه ښوونځي د بنسټ د ډبري ايښودلو پر وخت وويل چه سړی بايد د دې هڅه وکړی ،چه افغانستان پرځان متکی پوليس ولری

https://p.dw.com/p/KbdR
دافغانستان جمهوررييس حامد کرزی او دجرمنی خارجه وزير ګوده ويستر ويله
دافغانستان جمهوررييس حامد کرزی او دجرمنی خارجه وزير ګوده ويستر ويلهانځور: AP

په مزار شريف کې د 4500 آلمانی سرتيرو د جملې څخه 2750 سرتيری ځای په ځای دی . د آلمان د بهرنيو چارو وزير په کابل کې د حامدکرزي د لوړي په مراسمو کې د برخي اخيستو په خاطر د يوه لنډ سفر دپاره کابل ته تللی ؤ . اوس دی روسيې ته رسيدلی دی ، چه هلته به د نورو خبرو تر څنګ د روسيې د مشرانو سره د افغانستان د حالاتو په باب هم خبري وکي .

Dpa

کتونکی : محمد قاسم نوري