ويسا: په کندهار کي عمليات به په هيڅ صورت د مارجې هغې ته ورته نه يي
۱۳۸۹ اردیبهشت ۱۴, سهشنبهد متحده ايالاتو په زر هاوو سرتيري په کندهار کي سره راټول سوي دي، ترڅو د طالبانو پر ضد په خپلو پراخو عملياتو پيل وکړي.
ويل سوي دي، چي اصلي عمليات به په راتلونکي ميلادي مياشت کي پيل سي.
امريکايي قوماندانان او افغان مشران د دغو عمليانو پر سياسي هدفونو باندي ډير ټينګار کوي، چي د افغانستان د حکومت د واکمنۍ لمن په دغه ولايت کي پراخه سي.
د سيمي چارواکي اوس په دې نظر دي، چي خصوصاً د کندهار په ښار کي دغه هدفونو ته د رسيدو لار دا نه ده چي په پراخو عملياتو لاس پوري سي.
د کندهار والي توريالي ويسا پرون يوې خبري غونډي ته وويل:
« زه بايد ووايم، چي دا پوځي عمليات نه دي. دلته پر ټانکونو، توپخانو، هوايي قواوو يا بمباريو باندي خبره نه ده. »
ويسازياته کړه:« دا عمليات په هيڅ صورت سره د هلمند د مارجي عملياتو ته ورته نه دي.»
د فيبرورۍ په مياشت کي افغان او بهرنيو ځواکونو د« مشترک» په نامه په هلمند کي پراخ پوځي عمليات پيل کړه.
د کندهار والي وويل :« څنګه چي موموافقه کړې ده او جمهور رييس کرزي لا ترمخه ويلي ول، د کندهار د خلکو د خوښۍ پرته به هيڅ ډول عمليات تر سره نه سي. »
کرزي د اپريل په مياشت کي د قومي مشرانو سره په يوه غونډه کي وويل، چي که چيري خلک دا« عمليات نه غواړي»، زه به هم د عملياتوسره « مخالفت» وکړم.
امريکايي قوماندانان وايي، چي دغه ډول يادوني ددې مانا نه لري، چي کرزی غواړي د کندهار د عملياتو مخه ونيسي، بلکي له دا ډول يادنو څخه د هغه مقصد د خلکو د ملاتړ لاس ته راوړل دي.
RTRE/ عبدالباري حکيم
کتونکی. زيارمل