1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ولې بايد آلمان د ګوانتانامو درو تنو زندانيانو ته ځای ورکړي؟

۱۳۸۹ فروردین ۱۰, سه‌شنبه

د جرمني د حکومت ویاند کرسټوف سټیګ منس په وینا لومړی باید د امریکا متحده ایالتونه دا خبره روښانه کړي، چي ولي دا کسان خپلو ملکو ته نه لیږدول کیږي او یا امریکا پخپله دغه بندیانو ته ځای نه ورکوي...

https://p.dw.com/p/MiIO
د ګوانتانامو زندان يو تن بندي د پوښتنو ګروېږنو لپاره محکمې ته پر لاره
د ګوانتانامو زندان يو تن بندي د پوښتنو ګروېږنو لپاره محکمې ته پر لارهانځور: AP

د خبري رسنیو د رپوټونو له مخه د آلمان د حکومت له خوا په دې هکله پلټني روانې دي، چې آیا د ګوانتانامو درو تنو زندانیانو ته، چي یویې فلسطینې، یو اردنې او یو سریایې دې، په آلمان کې ځای ورکړال سي او که نه.

ددې پلټنه باید وشي چې ولی دا کسان په آلمان کې ځای په ځای شي او په ځينې پيښو کې د آلمان سره په دقیقه توګه څه تړاو لري. پر دې سربیره دا خبره هم یقیني کړای شي چې ددوي له خوا آلمان ته کوم امنیتي ګواښ متوجې نه دی.

ددې خلکو څخه د خطر مسله هغه خبره ده چې د عامه بحثونو په وخت تر ټولو مهم رول لوبوي. د آلمان حکومت له همدې مسلې د کبله تراوسه د ګوانتانامو د زندانیانو د قبلولو ډډه کوي.

د آلمان د بایرن د ایالت د دننه د چارو وزیر یواخم هیرمن خپلې اندیښنې داسې څرګندوي:څنګه چې د ګوانتانامو زندان د یوه قانوني دولت لپاره د منلو وړ نه دی همداسې دا خبره هم روښانه ده چې د ګوانتانامو زندانیان هم ډیر خطرناک خلک دي چې د القاعدې د اسلامي تروریستي سازمان سره تړاو لري.که چیري په رښتیا داسې وي نو دوي ته باید په المان کې ځای ورنه کړای شي.

د آلمان دولت تر اوسه د ګونتانامو پخوانیو زندانیانو ته د ځای ورکولو خبره په مکمله توګه رد کړي نه ده. خو تراوسه د برلین لخوا د هرې پلټنې ورسته نه ویل شوي.

د آلمان د مسیحي ډیموکرات د ګوند یو وولفګنګ بوسباخ خپل شک داسې څرګندوي: ددې خبرې یوه وجه باید وی چې ولي دا کسان تر اوسه په ګوانتانامو کې بندیان پاتي دي. له همدې لامله زما دا نظر دی چې دا زندانیان یا خپلو هیوادوته ولیږل شي او یا امریکه ورته ځای ورکړي. نه په المان.

د ګوانتانامو زندان يوه برخه
د ګوانتانامو زندان يوه برخهانځور: dpa

خپلو ملکو ته دا بندیان نشی ستنیدلای ځکه هلته دوي ته خطر متوجې دی او د امریکې په متحده ایالاتونو کې د دهغه هیواد ګانګرس ثنا دا نه قبلوي. نو ځکه د امریکې دولت غواړي چې په اروپا کې دوي ته ځای پیدا کړي.

تر اوسه نهو اروپایې هیوادونو پخوانو زندانیانو ته ځای ورکړي. د بشري حقونو ټولنې او مخالف ګوندونه د آلمان د حکومته دا غوښتنه کوي چې بشر دوستې د وجې دې دی زندانیانو ته په آلمان کې ځای ورکړي. وولف ګنګ نیسکووک چې په ګین اړخه ګوند پورې اړه لري.

کله چې امریکایان یو څوک د بنده خوشي کوي، نو دا ثابته شوی چې دوي بې ګناه دي. ددې سره هغه ټولی اندیښنې چې د امنیت په برخه کې څرګندیږي بې ځایه معلومیږي.

د بشرد حقوق فعالین وایې چې د آلمان حکومت تل د ګونتانامو د زندان شتون غندلې اوس باید دوي ددې زندان په تړولو کې د امریکې سره مرسته وکړي.

Werkhäuser, Nina/ مېرمن برېښنا صابر

کتونکی. زيارمل