ولي پاکستان کي هزاره گان تر بريدونو لاندي دي؟
۱۳۹۱ اسفند ۱, سهشنبهدا د شنبې ورځ وه چي د کوټي په هزاره ټاون سيمه کي يوه درنه چاودنه وسوه. په دغه ورځ چاودېدونکي توکي د اوبو په يوه داسي ټانکر کي ځای پرځای سوي ول چي د بيروبار په ډک بازار کي درول سوی وو. په دغه بريد کي نزدې۸۰ انسانان ووژل سول او تر ۱۸۰ نور زيات ټپي هم سول.
دا په داسي حال کي چي د شيعه مسلمانانو پر دغي ډله په جنورۍ کي هم بمي بريد سوی وو چي پکښي هغه وخت ۹۰ انسانان وژل سوي ول. د دغو دواړو بريدونو پړه لشکرجهنگوي ډلي پر غاړه واخيسته. دغې ډلې خپل نوم د حق نواز جهنگوي څخه اخيستی دئ چي په۱۹۸۰مو کلنو کي ئې په پاکستان او ايران کي د شيعه مسلمانانو پر ضد فعاليت کاوه.
په کوټه کي نزدې پنځوس زره هزاره گان ژوند کوي. هغوی د پاکستان پر حکومت تور لگوي چي د دوی پر وړاندي د ترهگرۍ د مخنيوي له پاره «هيڅ» نه کوي. د دوی يوه مشر د ديموکراتيک گوند ځای ناستي مشرعزيز هزاره رسنيو ته وويل:
«د هزاره گانو پر ضد د ډلوژنې او ترهگر گواښ اصلي پړه پر حکومت ده. ځکه چي حکومت په دې کي پاته راغلی دئ چي د توندلارو پر ضد امنيتي چارواکي وگوماري.»
ترهگري د شيعه گانو پر ضد
۲۰۱۲کال په پاکستان کي د شيعه مذهبو له پاره يو له خونړيو کلونو څخه وو. د بشري حقونو د ټولنو په اټکل، په دغه کال په پاکستان کي تقريباً ۳۰۰ شيعه مسلمانان د ترهگري بريدونو قربانيان سوي دي. دغه بريدونه تر کوټي پوري نه ول محدوده، بلکي په يو شمېر نورو ښارونو کي ئې هم شيعه مذهبه په نخښه کړل. د بېلگي په توگه په ۲۰۱۲کال په راولپنډي او د پاکستان په شمال لوېديځي کُرم سيمي کي چي د افغانستان پولي ته څېرمه پرته ده هم پر شيعه مسلمانانو بريدونه وسول.
گلگت بلتستان چي پخوا د شمالي علاقه جاتو په نوم يادېدی، پکښې هم شيعه گان د ترهگرو بريدونو قربانيان سول. تر دغو پيښو وروسته تنقيد کوونکي په پاکستان کي د يوې مذهبي ډلې پر ضد د قومي تصفيې خبره کوي.
«بې تاثيره اقدامات»
په جنورۍ کي د کوټي ښار تر پيښي وروسته د پاکستان مرکزي حکومت د بلوچستان ټاکل سوی صوبايي يا ايالتي حکومت ړنگ کړ. د نوموړي ايالت اختيارات والي يا گورنر پر غاړه واخيستل چي د مرکز سره په مشوره اوس پر بلوچستان واکمني لري. دا اقدام تر هغه وروسته تر سره سو، چي د وژل سوو هزاره گانو کورنيو په کوټه کي د بازار په مېنځ خپل مړي کښېښوول او تر هغه وخته ئې د هغوی د نه ښخولو هوډ وکړ، چي د بلوچستان واک پوځ ته نه وي سپارل سوی. د کوټي د احتجاج ملاتړ د دغه هيواد په نورو برخو کي هم په احتجاجونو سره بدرگه سو. خو فعالين او يو شمېر کتونکي پدغه اقدام کي زیاتي گټي نه ويني. په کراچي کي د عوامي کارگرو په نوم گوند غړی سکندر حيات جنجوه په له دويچه ويله سره په خبرو کي وويل:
«دا به د عقل کار نه وي که څوک دا وانگېري چي حکومت په جدي توگه د سني توندلارو ډلو لکه لشکر جهگنوي پر ضد اقدام وکړي. لشکر جهنگوي د پاکستان د پوځي استخباراتو آی اېس آی وسله واله څانگه ده، او هيڅ یو سازمان د خپل سازمان د ډلې پر ضد عمل نه کوي.»
لندن مېشتی پاکستانی ژورنالست امين مغل دويچه وېله ته وويل چي په پاکستان کي د مذهبي تاوتريخوالي د مخنيوي يو حل د سيکولر گوندونو واکمني ده. هغه زياته کړه:
«دا ټوله د سياسي پرېکړو منطقي پايله ده. هغه پرېکړي چي اساس ئې ديني دلايل وي. د دغه بحران څخه د وتلو یوازنۍ لاره دا ده چي سيکولر گوندونه په حکومت جوړولو بريالي سي.»
خو د امريکا په متحده ايالتونو کي مېشت د پاکستان د چارو کارپوه ملک سراج اکبر بيا وايي چي د پاکستان هغه گوندونه چي ورته د ليبرال گوندونو په سترگه کتل کيږي د ستونزي په اوارۍ کي پاته راغلي دي:
«په پاکستان کي تر اوسه لا دا خلکو ته په بشپړه نه ده څرگنده سوې چي د ترهگرۍ پر ضد جگړه د دوی خپله جگړه ده.»