1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ولي نړیوال مشران تر نورو ډېري روغتيايي ستونزي لري

۱۳۹۴ آذر ۲۴, سه‌شنبه

د BMJ په نوم یوې روغتیایي معتبري مجلې د خپلي یوې څېړني پایلي خپرې کړي دي چې پکښې ادعا شوې ده چې نړیوال ټاکل شوي مشران روغتيايي ستونزي پيدا کوي. د امريکا پخوانی جمهور رئيس کلنتن، تر دندې وروسته روغتيايي ستونزي پيدا کړې.

https://p.dw.com/p/1HNdM
Symbolbild Herzoperation
انځور: Colourbox/Monkey Business Images

د دغي بریتانوۍ مجلې په حواله هغه کسان چې له رهبري سره لیوالتیا لري باید د هغه بیه له احتمالي لنډ عمر سره ورکړي. د دغي مجلې په خبره د هیوادونو مشران کیدای شي چې د خپلي دندې د فشار له کبله له خپل طبیعي عمر څخه درې کاله کم عمر وکړي.

د څېړني څیړونکي ډاکټر انوپم جینا، ویلي دي چې د هیوادونو مشران ډیر وخت داسي فکر کوي چې د هیواد لوړیتوبونه یې له پر وخت خوراک او تمرین کولو څخه ډیر اهمیت لري.

د بېلګې په توگه د امریکا متحدو ایالاتو پخوانی ولسمشر کلنتن، د خپلي ولسمشرۍ دورې تر پای ته رسیدو وروسته له یو څه روغتیایي ستونزو سره مخامخ شو. هغه د خپل ولسمشرۍ پر مهال هم ډیره تیاره ډوډۍ خوړله چې څیړونکي وایي پر هغه باندي له فشار سره یې اړیکه لرله. هغه په ۲۰۰۴م کال کې د زړه عملیات وکړ او په ۲۰۰۵م کال کې یووار بیا عملیات شو.

اوس کلنتن یوازي ترکاري خوري او غواړي له دې لاري د خپل زړه ناروغۍ تر کنترول لاندي راولي. جینا ویلي دي: «که د کلنتن د واکمنۍ پر مهال نړیواله سوله وای، نو ښايي د هغه د ژونو کولو طریقه هم تر دې ښه وای.»

په دغه څېړنه کې د نړۍ ۲۷۹ ولسمشران د هغو کسانو سره پرتله شوي دي چې په ولسمشریزو ټاکنو کې دویم راغلي او نه دي توانیدلي چې د هیواد چارې په لاس کې واخلي.

په څېړنه کې ښکیلو ډاکټرانو امریکا متحد ایالات، آلمان، فرانسه، کاناډا او بریتانیا په ګډون ۱۷ هیوادونه څیړلي دي.

دا په داسې حال کې ده چې تر دې مخکې څېړونکو ادعا کړې وه چې د هیوادونو مشران تر نورو ځکه د ډیري مودې له پاره ژوند کوي چې رغتیایي خدماتو او نورو امکاناتو ته لاسرسی لري. ویل شوي وو چې د وېښتانو سپینیدل او پوست ئې گنجي کول د عمر د لنډیدو په معنی نه ده.

له بلې خوا بیا جینا ویلي دي چې د کاناډا د نوي لومړي وزير جستن تروداو، په شان ځوان کس کیدای شي چې د نورو په پرتله لږ د خپلې دندې له کبله له روغتیایي ستونزو سره مخامخ شي.