1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
روغتيا

ولي غذايي رژيم او ورزش د چاغښت مخنيوی نه کوي؟

۱۳۹۶ اردیبهشت ۱۸, دوشنبه

ډېر غذايي رژيم او ورزش د چاغښت مخنيوی نه کوي. حتي ځيني ډاکتران لا د غذايي رژيم د توصيې په برخه کي تيروتنه کوي. کارپوهان د غذايي رژيم په برخه کي ۴ تيروتنو ته اشاره کوي.

https://p.dw.com/p/2cadj
Symbolbild - Diät
انځور: Colourbox

دا يو ډېر تريخ حقيقت دی چي د ډنگروالي له پاره د غذايي رژيم نيولو په سلو کي۹۰ سلنه ئې له ناکامۍ سره مخامخ کيږي. نو په دې برخه کي حتماً تيروتنه سته چي نه سي کولای د چاعښت مخه ونيسي. لږ کالوري او د بدن ډېر فعاليت نور د ډنگرېدو ساده لاره نه ده.

د ځينو کارپوهانو په نظر د تغذيې په برخه کي هغه فکر چي له ځينو سره سته چي وايي غذايي رژيم د چاغښت او ډنگرېدو سبب کيږي، يوه تيروتنه ده.

مهمي تيروتني کومي دي؟

لومړۍ تيروتنه: په ځينو مواردو کي ويل کيږي چي يو څوک بايد له ځينو مشخصو خوراکي موادو څخه ډډه وکړي او پرځای ئې نور غذايي مواد ډېر مصرف کړي. دا يوه ستره تيروتنه ده. ځکه کيدای سي دغه شان رژيم په لومړي سر کي نتيجه ورکړي، خو دوې اوونۍ وروسته بدن له دغو نوو غذايي موادو سره ځان عياروي او نور نو د ډنگرېدو پروسه کار نه کوي.

دوهمه تيروتنه: د کارپوهانو په اند دا بې تفاوته ده چي تاسو څرنگه غذايي رژيم پيل کړی دئ، ځکه هغه لږ وخت وروسته خپل اغېزه له لاسه ورکوي. د انسان بدن له هر ډول خوارکي شرايطو سره ځان بدلوي او په ۱۴ ورځو کي له هر ډول تغذيې سره ځان عياروي.

دريمه تيروتنه: بدني فعاليت ستاسو له روغتيا سره مرسته کوي، خو ستاسو د ډنگرېدو له پاره کيدای سي مناسب روش نه وي. که چيري تاسي د بېلگې په توگه د تنيس په يوه لوبه کي په ساعت کي ۶۵۰ کالوري له لاسه ورکړی بيا به هم ډنگر نه سئ. که تر دغي لوبي وروسته تاسي خپل ځان وتلئ نو يو کيلو وزن به مو لږ سوی وي خو دا په دې معنی نه ده چي ستاسو وازگه کمه سوې ده، بلکي د بدن اوبه مو لږ سوي دي. يو شی دلته ډېر مهم دی، که تاسي په رښتيا هم غواړی چي په ورزش او بدني فعاليت سره ځان ډنگر کړئ، نو د ورځي دوه ساعته مو بايد بدن حرکت او فعاليت ولري.

څلورمه تيروتنه: يوه خبره بايد له ياده ونه باسو، هغه دا چي ستاسو چاغښت کيدای سي ژنتيکي عامل ولري. د ځينو کسانو بدونه داسي وي چي له غذا څخه ډېره گټه اخلي په دې برخه کي نو که د ورځي ۱۲۰۰ کالوري هم مصرف کړي بيا به هم ډنگر نه سي. ځکه د دې اصلي دليل ژنتيکي عوامل دي.

نو که موږ له دغو تيروتونو سره آشنا سو، کولای سو چي د مناسب وزن د په لاس راوړلو له پاره سمه لار انتخاب کړو. د وزن د کمښت له پاره يوه رښتينې لار غوره کړئ. ځان ډېر وږی مه ساتئ او اوږدمهاله خوراکي رژيم مه نيسئ. لارښوونه کیږي چي پخپل غذايي رژيم کي لږ څنډ روالی، څو بدن مو د کالوري له کمښت سره ځان عيار کړي او ستاسو د بدن له وازگي څخه کار واخلي.

د بدن د وازگي کمولو له پاره، لامبو، ځغاسته او بايسکل ځغلول مناسب دي. کارپوهان سپارښتنه کوي چي هغه څوک چي له چاغښت څخه رنځ وړي ځان ته دي مناسب ورزش انتخاب کړي.

زموږ له ارشيف څخه: