1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ولي د طالبانو د بريدونو مخه نسي نيول کېدای؟

آژانسونه/ مسعود جهش۱۳۹۴ اردیبهشت ۲۵, جمعه

تر یوې لسیزې ډیر وخت کیږي چې د طالبانو رژیم ړنګ شوی دی. خو اوس همد دغه ډله د کابل په شمول د افغانستان په ډیرو برخو کې بریدونه کوي. د طالبانو اهداف او ستراتیژي څه ده؟

https://p.dw.com/p/1FQGI
انځور: STR/AFP/Getty images

طالبان څه غواړي؟

تر یوې لسیزي ډیر وخت کیږي چې طالبان د کابل د حکومت د چپه کولو هڅه کوي. هغوی دغه حکومت د امریکا متحدو ایالاتو لاس پوڅی بولي او غواړي چې په عوض یې یو اسلامي دولت رامنځ ته کړي چې په ترڅ کې د اسلام له دین څخه د هغوی د تعبیر پر اساس احکام اجرا شي. هغوی همدا راز غواړي چې ټول امریکایي او نور بهرني ځواکونه له افغانستان څخه ووځي. خو په وروستیو اوونیو کې د دې ډلې مشري په خپل دریځ کې یو څه نرمښت ښوولی او غواړي چې د افغانستان په سیاسي بهیر کې ښکیل شي.

پر ملکيانو بریدونه له طالبانو سره مرسته کوي چې خپلو اهدافو ته ورسیږي؟

د طالبانو بریدونه، په ځانګړې توګه په لویو ښارونو او داسې سیمو کې چې ټينگ امنیتي تدابیر نیول شوي وي، د هغوی قدرت ښيي او دولت کمزوری څرګندوي. طالبان د مرستندويو کارکوونکو په ګډون په افغانستان کې ټول میشت بهرنیان اشغالګر بولي او غواړي هغوی له افغانستان څخه ووځي. له بلې خوا طالبان غواړي د مرستندویه سازمانونو د کار په مخ کې په ستونزو جوړولو سره او د امنیتي مسایلو د لګښتونو د لوړولو په مرسته، عام افغانان د کابل له حکومت څخه ناهیلي کړي.

ولي حکومت د طالبانو مخه نيولای نه شي؟

طالبان د ۱۹۹۰مي لسیزي له نیمایي څخه په افغانستان کې په جګړه بوخت دي. هغوي په دغه موده کې له سیمه ییزو زورواکانو، جهادي ډلو، افغان او امریکایي ځواکونو سره جګړه کړې ده. هغوی د افغانستان غرنۍ سیمي پیژني او وخت ناوخت د افغانستان او پاکستان قبایلي سیمو ته پر شا تګ کوي. هغوی د جکړې له پاره خپل ځانګړي تکتیکونه لري. هغوی به پخوا ډیر وخت موټر بمونه، ځانمرګي بریدونه او د سړک د غاړې بمونو بریدونه کول. خو اوس ډیر وخت پر دولتي او غیر دولتي ودانیو ډله ييز بریدونه کوي.

آیا طالبان په خلکو کې ملاتړ لري؟

افغانانو په ۲۰۰۱م کال کې د طالبانو رژیم د ړنګیدو ملاتړ وکړ، ځکه دغي ډلي د خپلي واکنمۍ پر مهال په افغانستان کې بشري حقونو تر پښو لاندي کړي ول. د دغه هیواد په شمال کې یې عام وژني وکړې، له دوی سره هم دغه شان چلن وسو او دوی له اسلام څخه د خپل تعبیر پر اساس احکام پلي کول، ښځو او نجونو ته یې اجازه نه ورکوله چې له کوره ووزي کار وکړي او یا هم زده کړي وکړي.

خو د امریکا متحدو ایالاتو له ملاتړ څخه برخمن دولت، هم کمزوری دی او اداري فساد پکښې ډېر دی. په تیرو ۱۳ کلونو کې افغان حکومت په دې و نه توانېد چې له عامو افغانانو سره کړي ژمنې پوره کړي. د افغانستان په ليري پرتو سیمو کې د طالبانو يو څه ملاتړ کيږي. ځکه په دغو سیمو کې د مخدرو موادو کښت کیږي او دولت هم نه دی توانیدلی چې پرمختیایي پروژې پکښې پلي کړي.

آیا د سولي له پاره هیله شته؟

افغان حکومت تل پر طالبانو غږ کړی دی چې د سولي خبرو اترو ته تيار شي. ولسمشر غني هم د پخواني افغان ولسمشر حامد کرزي په شان د سولي موضوع د خپلې اجندا په سر کې راوستې ده. که څه هم طالبانو د سولي د وړاندیز هرکلی کړی دی، خو اوس هم پر خپل شرط چې له افغانستان څخه د ټولو بهرنیو ځواکونو وتل دي، ټينگ ولاړ دي.

په ۲۰۱۳م کال کې طالبانو په قطر کې یو دفتر پرانیست، خو پخواني ولسمشر هغه وخت د دغه دفتر د ژر بيرته بندېدو غوښتنه وکړه چې طالبانو په غه دفتر کې خپل سپين بيرغ پورته کړ او ځان ئې د يوه خپلواک حکومت په توگه وښود.

په روانه میاشت کې د افغان حکومت او طالبانو استازو په غیر رسمي توګه په قطر کې خبري وکړې، خو دواړو اړخونو ټینګار وکړ چې د سولې خبرو اترو پیلیدو ته لا ډیر وخت پاته دی.

په کابل کې بهرنیان څرنګه ژوند کوي؟

اوس هم په کابل کې په زرونو بهرنیان ژوند کوي خو دغه بهرنیان تر ډیرو سختو امنیتي تدابیرو لاندي د افغانستان په پلازمینه کې وخت تیروي. په وروستیو کلونو کې په کابل کې د بهرنیو کارکوونکو شمیر لږ شوی دی ځکه ډیري مرستندویه او سیاسي ادارې د امنیتي وضعیت په اړه اندیښمن دي. پر هوټلونو او رستورانتونو باندي وروستیو بریدونه په کابل کې د میشتو بهرنیانو تګ را تګ لا پسې محدود کړی دی.