1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ولسې جرگې بيا ملي بودجه رد کړه

حسين سيرت/ کابل۱۳۹۱ دی ۲۷, چهارشنبه

د افغانستان ولسي جرگې د دوهم وار له پاره د ماليې وزارت له خوا وړاندي سوې ملي بودجه د رايو په اکثريت سره رد کړه. د خلکو استازو ويلي دي، چي د بودجې د اصلاح له پاره د دوی غوښتي بې جوابه پاته سوي دي.

https://p.dw.com/p/17L2T
انځور: DW

د ولسي جرگې د استازو له خوا د بودجې د ردېدو دليل دريمه درجه ولايتونو ته د لږ بودجې په نظر کي نیول ښوول سوی دئ.

د ولسي جرگې رئيس عبدالروف ابراهيمي د چهارشنبې په ورځ (۲۰۱۳ کال د جنورۍ ۱۶) د بودجې په اړه تر بحث وروسته د رايو نتيجه دغه ډول اعلان کړه: «تر سلو زياتو کسانو سره کارتونه او ۴۵ استازو مثبتي رايي ورکړې چي د رايو په اکثريت سره رد سوه.»

استازو ويلي دي چي د ماليې وزارت د بودجې په اختصاص کي تبعيض کړی دئ او هغو ولايتونو ته چي له بيا رغاوني څخه محرم سوي دي لږ بودجه په پام کي نيولې وه.

په ولسي جرگه کي د غزني د خلکو استازي محمد علی عليزاده وويل، چي د غور د گردن دیوار او هرات تر منځ لويه لاره چي د افغانستان تر ټولو مهم ملي اوليت دئ او کولای سي چي د څو ولايتونو اقتصاد ته بدلون ورکړي له پامه غورځول سوې ده.

د بودجې د رد درې عمده دليله

د ۱۳۹۲ کال په ملي بودجه کي د دغي لاري د جوړېدو له پاره يوازي۲۰ ميليونه ډالره په پام کي نيول سوي دي چي د ولسي جرگې د استازو په خبره دا ډيري لږ پيسې دي.

عليزاده وويل: «دغه سړک د افغانستان د مرکزي ولايتونو لاري له يوې لنډي لاري له هرات سره نښلوي. دغه سړک د هرات کابل لاره تقريباً نيمايي ته رالنډوي او د اقتصاد د پراختيا او پرمختگ سبب گرځي.»

د استازو بله نيوکه داده چي د راتلونکي کال په بودجه کي ۵۸۰ ميليونه ډالره احتياطي بودجې ته په پام کي نيول سوي دي او يوازي جمهوري رياست د دغه پيسو د مصرفولو صلاحيت لري، په داسي حال کي چي مشخصه نه ده چي دغه بودجه د کومو هدفونو له پاره په مصرف رسيږي.

په دغه بودجه کي ۸۰ ميليونه ډالره د جمهوري رياست د مصرف له پاره په پام کي نيول سوي دي. استازي وايي، چي دغه اندازه پيسې د جمهوري ریاست له پاره بېخي ډيري دي.

له بلي خوا په نوې بودجه کي ۷۵ ميليونه ډالره د کابل بانک د بودجې د کسر له پاره په پام کي نيول سوي دي. د ولسي جرگې استازو وويل، چي حکومت هر کال ۷۰ ميليونه ډالره د دې پرځای چي د هيواد په بيا رغاونه کي مصرف کړي کابل بانک ته ورکړي دي.

مخالف نظرونه

يو شمېر استازو بيا د بودجې له رد سره مخالف وکړ. دغه استازو وويل چي د بودجې رد د بيا رغاوني پروژو ته صدمه رسوي.

افغان حکومت په دې دليل چي بودجه ئې نه ده مصرف کړې د حمل پر ځای ئې مالي کال له جدي مياشتي څخه پيل کړ. د دې بدلون دليل دا دئ چي وزارتونه د بودجې د مصرف له پاره ډير وخت په اختيار کي ولري.

د کابل د خلکو استازي عرفان الله عرفان وويل، چي په پلان کي ده له راتلونکي اوونۍ څخه رخصتيو ته ولاړ سي نو په دې دليل حکومت نه سي کولای چي د بيا رغاوني پروژې تمويل کړي.

عرفان وويل حکومت په هغه اندازه پيسې نه لري چي د نمايندگانو غوښتنو ته جواب ووايي، ځکه نو د بودجې رد هيڅ تغير نه راوړي او يوازي د خلکو پر ژوند منفي تاثير کولای سي.