ولسي جرگې نور دوه تنه وزيران رد کړل
۱۳۸۹ تیر ۷, دوشنبهد حکومت او ولسي جرگې تر منځ د څو مياشتو راپدېخوا پر دې باندي لانجه روانه ده چي د ولي د يو تعداد وزارتونو د پاره وزيران نه ور نوموي.
خو کارپوهان بيا وايي چي دا د کرزي د پاره ډيره گرانه ده چي وزيران ولسي جرگې ته ور وپېژني. هغوئ وايي چي ولسمشر د ټاکنو په وخت کي د ډيرو سره وعدې کړې وې اوس د هغو پوره کول ورته گران دي.
دا دريم وار دی چي د ولسمشر د خوا ولسي جرگې ته وزيران ورپېژندل کيږي خو د ولسي جرگې د خوا يې يو شمېر رد کيږي.
په دريم وار د ولسي جرگې څخه د باور د رايو د تلاسه کولو وزيران په دې ډول دي.
د كورنيو چارو د وزارت دپاره نوماند جنرال بسم الله محمدي د 150 رايي
د سوداګرۍ او صيايعو وزارت ته نوماند پوهاند انوارالحق احدي 147راي.
د فوايد عامې د وزارت دپاره نوماند انجنيرعبدالقدوس حميدي 160 رايي.
دكډوالو او راستنيدونكو چارو وزارت ته نوماند جماهير انوري 140 رايي.
او د سرحدونوقومونواو قبايلو چارو وزارت ته نوماند اسدالله خالد د 120 رايو په اخستلو سره بريالي اعلان سول.
د لوړو زده كړو وزارت دپاره نوماند سروردانش د 95 رايو او د ترانسپورت اوهوايي چلند وزارت ته نوماند د 87 رايو په اخستلو سره پاته راغلل.
سرور دانش چي مخکي د عدليې وزير و اوس د لوړو زده کړو وزارت د سرپرست په توگه دنده تر سره کوي او داوود علي نجفي مخکي د انتخاباتو د کمېسيون د دارالانشای رئيس و.
د جمهوري رياست د مطبوعاتي دفتر لخوا په يو بيان كي ولسمشر حامدكرزي پنځو تنو ته په رايو وركولو سره خوشحالي څرګنده كړې ده او د دانش او نجفي د پاته راتلو په اړه يې خواشيني څرگنده کړې ده.
زيارمل
کتونکی. ضياالحق فضلي