1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ولسي جرگې د نوي مالي کال د بوديجې مسوده رد کړه

خليل الرحمان امید۱۳۹۳ دی ۳, چهارشنبه

د افغانستان ولسي جرګې د یو شمېر دلایلو او نیمګړتیاوو پر بنسټ د ماليې وزارت له خوا ورته وړاندي شوې د بودیجې مسوده رد کړه. د رد دليل يې د ولایتونو د اړتیاوو انډول نه په پام کې نیول ښودل شوی دی.

https://p.dw.com/p/1E9lq
انځور: picture alliance / dpa

د بوديجې مسوده په داسې حال کې د ولسی جرګې له خوا رد کیږي چې د ۱۳۹۴ لمريږ مالي کال له پیل څخه ۳ ورځي تيريږي.

د افغانستان ولسي جرګې د چهار شنبې په ورځ (۲۰۱۴م کال د دسمبر ۲۴مه) په خپله عمومي غونډه کې د ۱۳۹۴ لمريز مالي کال د بودیجې د رد يا د اصلاح له پاره د نور وخت ورکول په اړه رايي واچولې. خو هوکړه پر دې وشوه چې دا بودیجه دي رد شي.

د ولسي جرګې د بودیجې او مالي کمېسیون مشر امیر خان یار، وويل چې د ۱۳۹۴لمريز مالي کال له پاره ټول ټال ۸ میلیارده ډالر اټکل شوي چې نیمګړتیاوي او نا انډولۍ پکې تر سترګو کیږي.

امیر خان یار وویل، اټکل شوې بودیجه ۶۰ سلنه عادي او ۴۰ سلنه پراختیايي ‌چارو ته ځانګړې شوې ده، چې په دې کې کورني عواید ۲۹ سلنه یا ۲،۳۲ میلیارده ډالره او بهرنۍ مرستې ۷۱ سلنه یا ۵،۶ میلیارده ډالره ځای پر ځای شوي دي.

د روان مالي کال له‌ پاره که څه هم ۳۰ میلیارده افغانۍ بودیجه زیاته شوې ده خو بیا هم ولسي جرګې یاده بودیجه د نیمګړتیاوو له کبله رد کړه.

یار وویل د امنیتي ‌سکتور په بودیجه کې ۳ سلنه زیاتوالی، خو په ملکي بودیجه کې ۱۱ ‌او په عادي‌ بودیجه کې ۴،۱ میلیارده افغانۍ کمښت راغلی دی: «د بوديجې اساسي کمښت په ملکي سکتورونو کې راغلی دی چې پنځه سنله په ۲۱ کوډ کې، ۹ سلنه په ۲۲، پنځوس سلنه په ۲۵ او ۳۰ سلنه په احتیاطي یا متفرقه کوډ کې راغلی دی.»

د ولسي جرګې د بودیجې او مالي چارو کمېسیون مشر وايي په پراختیايي بودیجه کې ۷۲ میلیونه ډالر کمښت اوس هم تر سترګو کیږي، په داسي حال کې چې ۷۹ میلیونه ډالره ددې کال له پاره پور هم اخيستل شوی دی.

د ماليې وزارت وياند جيلاني وايي چې دا د حيرانتيا خبره نه ده چې ولسي جرگې د بوديجې مسوده رد کړه ټولي ستونزي به حل شي:

«د بودیجې رد او تصویب یو طبعي امر دی او اوس هم زموږ ټیمونه د ولسي جرګې له مالي کمېسيون سره کار کوي. موږ د قانون په چوکاټ کې د هغوی وړاندزونه اورو او نظریاتو ته یې هم درناوی لرو. کوښښ کوو چې بودیجه د ټولو له‌پاره د منلو وړ وي.»

جیلاني وايي، چې د بوديجې په ځنډ کې د مشرانو جرګه گرم ده، ځکه دوی پر خپل وخت ورته وړاندي کړې وه. خو هغوی ځنډولې او له ولسي جرګې څخه غوښتنه کوي چې دا بودیجه ژر تر ژره تصویب کړي.

جیلاني وايي چي د ۱۳۹۳ کال له مالي پلوه ورته زیان اړوونکی وو ځکه ټاکنو ډېر وخت ونیو، نا امنۍ ډېري شوې، بهرنیانو خپلي مرستي کمې کړې او پانګي له هېواده ووتې.