1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ولسي جرگه ځي که پاتيږي؟

نجيب الله زيارمل۱۳۹۴ خرداد ۲۰, چهارشنبه

د افغانستان د ولسي جرگې پنځه کلنه کاري دوره د سرطان مياشتي پر لومړۍ نېټه پای ته رسیږي. خو تر اوسه پوري انتخابات تر سره سوي نه دي. اوس پوښتنه دا ده چي آيا ولسي جرگه به کار ته دوام ورکړي، که به رخصت سي؟

https://p.dw.com/p/1FebE
انځور: picture alliance / dpa

په افغانستان کي پارلماني ټاکني سږکال ونه سوې او د سرطان مياشتي پر لومړۍ نېټه يعني لس ورځي وروسته د اوسني پارلمان د کاري دورې قانوني وخت پای ته رسيږي.

اوس د افغانستان په سياسي غونډو کي دغي موضوع تاوده بحثونه راپورته کړي دي. د پارلمان استازي ټينگار کوي چي د پارلمان نه شتو د دې معنی لري چي د حکومت يوه ثلاثه قوه نسته او بې له تقنيني قوې ديموکراتيکي پروسې ته زيان رسيږي.

خو له بله اړخه بيا د پارلمان يو شمېر غړي د ولسي جرگې د کار دوام غير قانوني گڼي او په دې نظر دي چي بايد د اساسي قانون درناوی وسي او د اوسني پارلمان د کاري دورې له ختمېدو سره بايد انتخابات وسي او نوي استازي کار پيل کړي.

نن چهار شنبه د افغانستان ولسي جرگې پر دغي موضوع باندي بحث او جنجالونه وکړل او يو بل ته ئې خورا مېزونه سره وټکول.

د افغانستان د ملي وحدت حکومت هم تر اوسه پوري په دې اړه چي پارلمان دي رخصت سي که کار ته ادامه ورکړي، څه نه دي ويلي.

د افغانستان له پاره دا اسانه کار نه دی چي پارلماني ټاکني ترسره کړي. د ټولو ټاکنو بوديجه د نړيوالي ټولني له خوا ورکول کيږي.

د کارپوهانو په نظر د دې ستونزي حل ته بايد يوه اساسي چاره پيدا سي، ځکه د سرطان مياشتي پر لومړۍ نېټه اوسنی پارلمان مشروعيت نه لري او دغه هيواد به له يوه بل بحران سره مخامخ سي.

د دوی په اند له دې ستونزي څخه د خلاصون لاره په راتلونکو دوو درو مياشتو کي د پارلماني ټاکنو ترسره کيدل دي.

په افغانستان کي پارلماني ټاکني په انتخاباتي اصلاحاتو پوري تړلي دي. خو دغه اصلاحات نه يوازي دا چي تر اوسه رامنځ ته سوي نه دي، بلکي هغه کمېسيون چي د انتخاباتي اصلاحاتو له پاره ټاکل کيږي تر اوسه ئې کار پيل کړی نه دئ.