1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ولسي جرگه: نبیل بايد پر خپله دنده پاته سي

۱۳۹۱ شهریور ۸, چهارشنبه

د افغانستان د ملي امنيت رئيس گوښه کېدنه د دغه هيواد د ولسي جرگې له سخت غبرگون سره مخامخ سوه. د ولسي جرگې استازو ټينگار کړی دئ، چي د دغه گوښه کېدني سره امنيتي تشه را منځته کیږي او دا د افغانستان له پاره ډيره خطرناکه ده.

https://p.dw.com/p/15z4c
انځور: picture-alliance/dpa

د ولسي جرگې يو شمېر استازو وويل، چي نيبل ځکه له دندي گوښه شوی دئ، چي په ښکاره سره ئې په خپل هيواد کي د پاکستان استخباراتي ادارې لاسوهني برملاکولې.

په ولسي جرگه کي د خلکو استازو ويلي دي، چي د نيبل کارونه مثبت ول او تر ډيره ځايه ئې د دغي جرگې سوالونو ته مثبت جوابونه ويلي دي.

د افغانستان د ولسي جرگې د چهارشنبې(۲۰۱۲ کال د اگست ۲۹) په غونډه کي د دغي جرگې لومړي مرستيال ظاهر قدير وويل:«د رحمت الله نبيل گوښه کېدنه د ټولو له پاره يو تشويش دئ. هغه ډيري ښه لاسته راوړني درلودې او د بهرنيو استخباراتو پر وړاندي ئې ډير مقاومت کاوه. موږ له ولسمشر څخه غواړو چي نبيل دي بيرته خپلي دندي ته راسي.»

رپوټونه وایي چي د افغانستان د ملي امنيت عمومي رئیس رحمت الله نبیل له خپلي دندي ګوښه کړل شوی دئ.

نبیل چي یو وخت د ولسمشر حامد کرزي د خاص ګارد مشر وو له دوو کلونو راهیسي ئې د ملي امنیت د ادارې مشري کوله.

د افغانستان د پارلمان یوه غړي چي نه ئې غوښتل نوم ئې واخيستل شي په کابل کي سیمه يیزو تلویزیوني چینلونو ته ویلي دي، چې نبیل د ولسمشر کرزي له لوري له دندي ګوښه شوی دئ او دلیل ئې تر اوسه نه دئ روښانه. د ولسمشرۍ ماڼۍ تر اوسه په رسمي توګه په دې اړه څه نه دي ویلي.

پر نبیل باندي نیوکه کیده چې د ترهګرو د ډیرو دسیسو په شنډولو کي پاته راغلی دئ او د مشرتوب پر مهال ئې د امریکا د سفارت په ګډون په کابل کي پر یو شمیر دیپلوماتیکو سیمو ډله يیز بریدونه وشول.

پر ده باندي هغه مهال هم فشار زیات شو چي د کونړ د چارواکو په خبره له پاکستان څخه ئې پر ولایت باندي د توغندويي بريدونو خبر ورکړ او دی د پارلمان د وکیلانو له لوري ور وغوښتل شو او ورته سخت خبرداری ورکړل شو.

د دغو بریدونو په مخینوي کي د پاته راتګ په پلمه د دفاع او کورنیو چارو وزیران د ولسي جرګې له خوا بې باوره اعلام شول.

تر اوسه پوري نه ده معلومه چي د ملي امنیت د ریاست له پاره به څوک په رسمي توګه ونومول شي. خو داسي ګنګوسې دي چي د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزیر اسدالله خالد به دغه چوکۍ ته ونومول شي.

خالد له نزدې اتو کلونو راهیسي د کرزي په حکومت کې په بېلا بېلو څوکیو کي کار کړی دئ او د نوموړي د اعتماد وړ سړی دئ.

پرون(۲۰۱۲ کال د اگست ۲۸) داسي اوازې خپرې شوې وې چي ولسمشر کرزی د چهارشنبې په ورځ د دفاع او کورنیو چارو وزیران او دغه راز د ملي امنیت د نوي رئیس نومونه اعلانوي.
 
خو تر چهارشنبې مخکي ولسمشر کرزي پرون د ملي امنیت له ریاسته د رحمت الله نبیل د برطرفۍ حکم صادر کړ.

د افغانستان د دفاع او کورنیو چارو له وزیران څخه د اسد د میاشتي پر دیارلسمه د ولسي جرګې له لوري په دې خاطر د باور رايه واخيستل شوه چي د اکثرو وکیلانو په ادعا د د پاکستان د راکټي حملو په مخنیوي کي پاته راغلي ول.

ميرويس جلالزی/ کابل
کتونکی: نجيب الله زيارمل