1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ولسي جرگه: عزيزي بانک هم د ډيوالي کيدو سره مخ دی

۱۳۹۰ تیر ۲۰, دوشنبه

د ولسي جرګې د اقتصاد کمېسيون غړی سميع الله صميم وايي، څلور مياشتي وړاندي د افغانستان بانک پخواني رئيس ورته ويلي ؤ، چي عزيزي بانک له ۴۰۰ څخه تر ۵۰۰ ميلونو ډالرو پوروړی دی، چي ښايي دغه بانک د ډيوالي کيدو له ګواښ سره مخ سي.

https://p.dw.com/p/11t7R
د غزيزي بانک يوه څانگه
د غزيزي بانک يوه څانگهانځور: picture-alliance/Ton Koene

د ښاغلي صميم په وينا د عزيزي بانک ونډه والو ميليونونه ډالر په دوبۍ کي پر ملکيتونه رانيولو لګولي خو اوس ددغو ملکيتونو بيي تر۶۰ سلنه رالويدلي دي.

په همدې حال کي د ولسي جرګې يوه بل غړي حاجي عبدالظاهر قدير وويل: داسي سندونه په لاس کي لري چي له مخي يي، عزيزي بانک د ډيوالي کيدو له ګواښ سره مخ دی.

د ښاغلي قدير په خبره د پيسو نړيوال صندوق يا اي ايم ايف د عزيزي بانک په اړه د پلټنو هوډ درلود، خو ددغه بانک چاروکو اجازه نه وه ورکړې.

NO FLASH Parlament in Kabul Afghanistan
انځور: picture-alliance/dpa

خو دعزيزي بانک د زونونو د همغږۍ مسؤل ميرفريدون دويچه ويله سره په خبرو کي د ولسي جرګې د غړو دا څرګندوني په کلکه رد کړې او زياته يې کړه چي دوی هيڅ ډول ملکيتونه په دوبۍ کي نه دي رانيولي.

د ښاغلي فريدون په خبره د بانک چاري يي په نورمال ډول پر مخ ځي او ځيني کړۍ غواړي چي د حکومت او ولسي جرګې ترمنځ په کړکيچ عزيزي بانک هم ورګډ کړي.

ولسي جرګې پريکړه وکړه چي د شنبې ورځي عمومي غونډي ته به د افغانستان بانک او د عزيزي بانک چارواکي وروغواړي چي د موضوع په اړه د جرګې غړو ته توضيحات ورکړي.

کابل بانک هم تير کال د نا قانونه پورونو له امله ډيوالي سوی، چي بيا د افغانستان بانک تر خپل کنټرول لاندي راوست او وروسته يې يوه برخه په ماليي وزارت پوري وتړل سوه او بله يي اوس هم تر څيړني لاندي ده.

Afghanisches Geld NO FLASH
انځور: AP

د اقتصادي چارو يو شمير کارپوهان په افغانستان کي د بانکونو ډيوالي کيدل ددغه هيواد پر اقتصاد دروند ګوزار بولي.

د کابل پوهنتون د اقتصاد پوهنځي استاد تاج محمد اکبر دويچه ويله ته وويل پر دې سره به په افغانستان کي پر بانکونو د عامو خلکو باور راکم سي.

له بل لوري په افغانستان کي سياسي کړکيچ د نورو بهرنيو اسعارو په وړاندي د افغانۍ ارزښت راټيټ کړی چي ډير زيان عام وګړو ته رسيدلی دی.

د بهرنيو اسعارو په وړاندي د افغانۍ ارزښت ټيټيدو سره سم په بازارونو کي د اړتيا وړ توکو بيي هم لوړي او هغه کسان چي په تنخواه او يا هم د ورځنۍ مزدورۍ له لاري خپل روزګار چلوي له اقتصادي تنګسې سره لاس او ګريوان دي.

که عزيزي بانک ريښتيا هم د ډيوالي کيدو له ګواښ سره مخ وي نو دا به بيا هم تر ډيره د عامو خلکو اقتصاد وځپي.

اسماعيل شاکر/ کابل

کتونکی: نجيب الله زيارمل