1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ولسي جرګې ته يو کانديد د خپلو ساتونکو سره و تښتول سو

۱۳۸۹ تیر ۳۰, چهارشنبه

د هرات په ګلران ولسوالۍ کي ارباب محمد يوسف د ټاکنيزه مبارزې پر مهال و تښتول سو.

https://p.dw.com/p/OQbb
د هرات ښار يو انځور
د هرات ښار يو انځورانځور: DW

د افغانستان ولسي جرګې ته نوماند ارباب محمدیوسف دسه شنبې په ورځ دهرات ګلران ولسوالۍ کي د ټاکنیزه مبارزې پر مهال ناڅرګندووسله والود دوو تنو ساتونکوسره وتښتاوه.

داخبری غرب زون کی دساحوی پولیسوقومندان جنرال اکرام الدین یاورپه د تليفون پر ليکه المان ږغ راډيو ته کړې.

هغه وويل:« ارباب محمدیوسف په ګلران ولسوالۍ کي ددوو ملګروسره نادرکه سو، د پولیسولټون جر یان لري ښايي قومي ستونزه به وي خوپر دې سربیره يې هم موږ د لټون هڅه پیل کړې. »

په غرب زون کي د ټاکنوخپلواک کمېسیون رئیس اول الرحمن رودوال وویل په داسي حال کي چي دولایت په کچه د ۱۴ټاکنیزه مرکزونوسیمي ناامنه پیژندل سوی امنیه قومانداني يې د امنیت ډاډ ورکړی دی.

د هرات د امنيې قوماندان جنرال محمدسالم احساس وايي چي ټول امنيتي تدابيريې نیولي دي او کومه امنيتي ستونزه نشته »

امینه قوماندان له نوماندو څخه وغوښتل چي ليري پرتوسیمو ته له تګ څخه د مخه پولیس په جریان کي واچوي.

ګلران د هرات یوه له سرحدي ولسوالیوڅخه ده چي د ایران او ترکمنستان سره د ګډي پولي په شتوالي سره سیمه ایزه خلکو ډیرځله دوسله واله مخالفینو شکایت تري لاره او د ځايي چارواکو په ویناطالبانوپه دا ورستیوکي د شبنامو په خپرولوسره د ټاکنو په وړاندی تهدیدونه هم کړی وه.

دیادولووړده چه ددغه راپورتربشپړيدودګلران دوروستۍ پيښي مسوولیت چاه ندی منلی.

شريف شرفيار/ هرات

کتونکی. زيارمل