1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ولسوال: د صابرې دره وهوونکي نیول شوي دي

۱۳۹۱ مهر ۴, سه‌شنبه

د جاغوري ولسوال ویلي دي چې ټول هغه کسان چې د صابرې د دره وهلو په پېښه کې ښکیل ول د امنیتي ځواکونو له خوا نیول شوي دي او ورڅخه څیړنې پیل شوې دي. (انځور: په کابل کې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي پر ضد مظاهرې)

https://p.dw.com/p/16DkL
Our reporter, Hossain Sirat sent these photos and all rights reserved for DW. Title suggestion: Demonstration women Afghanistan.
انځور: DW

تر دې مخکې د افغانستان د پارلمان یو شمیر غړو او د بشري حقونو فعالانو له افغان چارواکو څخه غوښتي ول چې د صابرې نومي ۱۵ کلنې نجلې د دره وهلو په پېښه کې ټول ښکیل کسان د قانون منگولو ته وسپاري.

د افغانستان د کورنیو چارو وزیر غلام مجتبی پتنګ، د سه شنبې په ورځ د سنا په عمومي مجلس کې وویل: «هغه ملا امام چې دا فتوا ئې صادره کړې وه نیول شوی دﺉ او ورڅخه څیړنې روانې دي.»

د جاغوري ولسوال ظریف شریف، له دویچه ویله سره په خبرو کې وویل: «له هغو کسانو څخه چې ورباندې ادعا شوې وه په څارنوالي کې څیړنې روانې دي.»

د شریف په خبره پر دې سربیره له هغو ملایانو څخه هم څیړنې روانې دي چې د دره وهلو حکم ئې صادر کړی وو. ښاغلي شریف زیاته کړه چې که څه هم دغو کسانو ویلي دي چې په دې قضیه کې ئې لاس نه لاره خو د هغه په خبره بیا هم ورڅخه څیړنې روانې دي.

صابره یوه ۱۵ کلنه نجلۍ ده چې د سنبلې د میاشتې په یوولسمه نیټه د جاغوري ولسوالۍ په حوتقول سیمه کې د یو شمیر کسانو له خوا په دره ووهل شوه. پر صابرې باندې تور لگول شوی وو چې له یوه هلک سره ئې نامشروع اړیکه لرله.

تر دې پېښې وروسته د بشري حقونو یو شمیر فعالانو غبرگون ښکاره کړ او د پېښې د عاملینو د محاکمه کیدو غوښتونه ئې کړې وه.

په همدې ترڅ کې د دوشنبې په ورځ د کابل پوهنتون یو شمیر محصلانو، د بشري حقونو فعالینو او یو شمیر نورو کسانو په مظاهرو لاس پورې کړ او له افغان دولت څخه ئې وغوښتل چې د صابرې دره وهوونکي او په دې پېښه کې ښکیل نور کسان د قانون منگولو ته وسپاري.

حسین سیرت/ مسعود جهش
کتونکی: نجیب الله زیارمل