1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ولسمشر کرزی د متحده ایالاتو په لور روان شوی دی

۱۳۹۱ دی ۱۸, دوشنبه
https://p.dw.com/p/17F5I

افغان ولسمشر حامد کرزی د دوشنبې په ورځ له یوه لوړ پوړي پلاوي سره د متحده ایالاتو په لور روان شوی دی. ولسمشر کرزی به په دغه سفر کې د متحده ایالاتو له ولسمشر بارک اوباما او له نورو جگپوړو امریکایي چارواکو سره وویني.

د افغانستان د ولسمشرۍ له ماڼۍ څخه په خپره شوې خبر پاڼه کې راغلي دي چې ولسمشر کرزی او له هغه سره مل پلاوی به د افغانستان د ملي امنیت له رئیس اسدالله خالد، سره چې د متحده ایالاتو په یوه روغتون کې تر درملنی لاندې دی هم وویني. د ولسمشر کرزي ویاند ویلي دي، اټکل کیږي چې په دغه لیدنه کتنه کې به د یوه گډ امنیتي توافق پر لور پرمختگ وشي.