ولسمشر کرزي په مسجد کې چاودنه وغندله
۱۳۹۱ مرداد ۱۴, شنبهاعلان
ولسمشر کرزي د ننگرهار ولایت په یوې ولسوالۍ کې په یوه مسجد کې بمي چاودنه غندلې ده. هغه ویلي دي چې دغه شان اعمال له اسلام سره ښکاره دښمنې ښکاره کوي.
د جمعې په ورځ د ننگرهار ولایت په چپرهار ولسوالۍ کې په یوه مسجد کې د یوه بم د چاودنې له کبله ۱۹ کسان ټپیان شول. په دغه مسجد کې خلک د جمعې د لمانځه په حال کې ول.
د ټپې شوو کسانو په ډله کې د مسجد ملا هم شامل وو. د ولسمشر کرزي د دفتر له خوا په یوه خپره شوې بیانیه کې د هغه په حواله راغلي دي: «له دې برید سره دا خبره ښکاره شوه چې د افغانستان دښمنان یوازې غواړي چې بیگناه خلک ووژني.»