ولسمشر کرزي په شمال کي د دوو لويو پروژې پرانستنه وکړه
۱۳۸۹ آذر ۳۰, سهشنبهد فارياب ولايت سيمه يز دولتي چارواکي وايي د اوبو رسولو هغه کانال چي د امو له رود څخه د اندخوی څلورګونو ولسواليو پوري غزول سوي د درو سوو زرو په شاوخوا کي کورنيو د څښاک پاکو اوبو ته لاس رسي ومو ند.
د دغي شبکي کاردري کاله د مخه پيل سوي وو۱۱ مليونه ۸۹۰ زره ډالره لګښت پرې راغلی چي د دولت له پراختايي بوديجي نه لګول سوی.
ولسمشر پر دې پروژې سربيره د اندخوی ولسوالۍ د ښاري شبکې د اوبو رسوني پروژه هم پرانستله چي په بشپړيدوبه يې د اندخوۍ ولسوالي په ښارکي ناحيه په ناحيه ، کوڅه په کوڅه او کور په کور د اوبو رسوني نل ليکي وغزول سي.
دغه پروژي هم د دولت له بوديجې څخه يو اشاريه ۵ مليونه دالره لګول کيږي. ښاغلي کر زي د خپلي وينا پرمهال وويل.
« د خوښی ځای دی چي هيواد مو ګام په ګام د آبادۍ پر لورروان دی خداي دي زموږ په هيواد کي امن راولي ترځو ژوند مو ښه اوهيواد مو ودان سي.»
همدا شان د هيواد ولسمشر د فارياب ولايت د شيرين تګاب او قيصارولسواليو هغه ۱۲۰ کيلو مترو په اوږ داوالي سړک هم پرانست چي د دولت له بوديجي څځه د۷۰ مليونو ډالرو په لګښت ډمبر سوی دی.
د اندخوی څلورګوني هغه ولسوالي دي چي خاوره يي په بشپړه توګه ډبره اوريګ ده او د خلکو لويه ستونزي يي د څښاک د پاکو اوبو نشتوالي وو خودا دی دغه ستونزي۸۰ په سلوکي هاواري سوې.
د يادولو وړ ده له هغه راهيسي چي حامد کرزي د ولسمشر په توګه ټاکل شوي دا دوهم ځل دي چي د پراختيايي پروژو د پرانستلو په موخه اندخوي ولسوالي ته سفرکوي.
عبدالحميد صافی/ مزارشريف
کتونکی: نجيب الله زيارمل