ولسمشر کرزي د ملايانو څخه د ښځو د حقونو د ساتلو غوښتنه کړې
۱۳۸۹ اسفند ۱۷, سهشنبهد مارچ اتمه نېټه د دي لپاره لمانځل کيږي چي د ښځو په ژوندانه کي سوي پرمختګونه و ارزول سي او پر هغو خنډونو غور وسي چي د هغوی د پرمختګ په لار کي پراته دي.
د ناچيزو پرمختګونو تر څنګ په افغانستان کي د ښځو حالت ناوړه او لا هم له ننګونو سره مخ دی.
ځان سوځوني، اجباري ودونه، په بدو کي د نجونو ورکول د شکنجې څو هغه بيلګي دي چي تل په رسنيو کي د افغانستان له نامه سره تړلي وي.
په ورستيو دوو مياشتو کي په کندز، بادغيس او غور ولايت کي درې ښځي د ځايي بنسټ پالو له لوري د بدلمنۍ په تور په عام محضر کي سنګسار سوي چي دغسي پيښي د طالبانو د واکمنۍ له ړنګيدو وروسته نه وې ليدل سوي.
دا په واضح ډول د ښځو په وړاندي د ناوړه سلوک په ګراف کي لوړ والی ښيي.
ولسمشر حامد کرزي نن وويل په هيواد کي يې لا هم د مېرمنو په وړاندي ډول ډول تاوتريخوالي او زورزياتی موجود دی، د ه پر ټولو هيوادوالو ږغ وکړی چي د دغه غلط دود په وړاندي په ګډه مبارزه وکړي.
« د ښځو په وړاندي لا هم تاوتريخوالی دوام لري، په ډيره جدي توګه، له دي انکار کول دروغ دي، هر سړی په کور او بازار کي ښځي توهينوي، او له هغوی سره تاوتريخوالي کوي ، متاسفانه چي د ښځو په وړاندي تاوتريخوالی موجود دي».
حامد کرزي له قومي مشرانو هم دا غوښتنه کوله چي په خپلو غونډو کي دي، د ناپسندو دودونو ملاتړ نه کوي او په دې سره دي د خپلو بچيانو ژوند نه خرابوي.
ښايي له ناپسندو دودونو د کرزي موخه هغه پيښه وي چي يوه نجلۍ په کندز کي د يوه سپي په بدل کي يو کس ته ورکړل سوې وه.
ولسمشر کرزي په داسي حال کي د ښځو د ژوند د ښه کولو لپاره د ټولني د بيلا بيلو اقشارو د ملاتړ غوښتونکي سو چي تيره مياشت د هغه کابينې پريکړه کړي چي د ښځو شلټرونه به تر خپل واک لاندي راولي.
په افغانستان کي د ښځو د پيوستون له نړيوالي ورځي په داسي حال کي يادونه کيږي چي سږ کال د نړۍ په کچه د مبارزو مېرمنو په نوم لړ کي د يوې افغاني ښځي نوم هم ليدل کيږي.
دغه ښځه د هرات د څارنوالۍ مشره مېرمن ماريا بشير ده. مېرمن بشير د امريکا د بهرنيو چارو وزارت د هغي جايزي په ګټلو بريالۍ سوې چي هر کال د نړۍ زړورو ښځو ته ورکول کيږي.
ټاکل سوې چي دغه جايزه به نن په واشنګټن کي د نړۍ نهو تنو نوماندو مبارزو مېرمنو ته د امريکا د ولسمشر د مېرمني له لوري ورکړل سي.
ميرويس جلالزی/ کابل
کتونکی: نجيب الله زيارمل