1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ولسمشر غني پاکستان ته له نژدې کیدو دفاع وکړه

۱۳۹۴ آذر ۲۰, جمعه

د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني د خپل هیواد د استخباراتي ادارې رئیس نیوکې چې له افغان طالبانو سره د سولي د خبرو اترو د بیا پیل له پاره يې پاکستان ته د دیپلوماتیک لاس غځولو په وجې له خپلې دندې استعفاء وکړه، رد کړې.

https://p.dw.com/p/1HM41
Afghanistan Präsident Ashraf Ghani
انځور: picture-alliance/dpa/J. Jalali

د افغانستان د ملي امنیت ادارې رئیس، رحمت الله نبیل استعفا د افغانستان د هغه داخلي مخالفت نښانه ده چې ولسمشرغني له گاونډي هیواد پاکستان سره د خړو پړو شوو اړیکو د بیرته رغلو په هڅو کې ورسره مخامخ دی. افغانستان له اوږدې مودې راهيسي پاکستان تورنوي چې طالبان د افغان حکومت پر ضد روزي.

خو غني له نوموړي گاوندي هیواد سره د ښوو اړیکو د ټینگولو له پاره د پام وړ سیاسي پانگي اچوني هڅه کوي او وايي چې د افغانستان د اوږدې مودې جگړې د پای ته رسولو په خاطر د سولې د خبرو اترو د بیا پیل له پاره دغه هیواد یو «اړین شریک» گڼل کیږي.

غني نن (د ۲۰۱۵ کال د دسمبر ۱۱ مه) په کابل کې یوې خبرې غوڼدې ته د یوې پوښتني په توگه وویل. «آیا د پاکستان له مثبت ملاتړ څخه پرته په افغانستان کې به جگړه نوره هم اوږده نه شي؟ تاسي ماته ځواب راکړئ.»

هغه زیاته کړه: «که چیري په افغانستان کې د بې ثباتۍ د لاملونو څخه یو هم دغه زموږ گاونډی هیواد وی، نو دا یو هر اړخیز ضروت دی چې موږ یو له بل سره کار وکړو، څو دغه جگړه پای ته ورسوو.»

نبیل یوه ورځ وروسته له هغه له خپلي دندې استعفا وکړه چې په خپل فیسبوک کې يې په پاکستان کې د «آسیا زړه» کنفرانس د گډون له پاره د ولسمشر غني پر گډون باندي نیوکه وکړه. په دغه کنفرانس کې له طالبانو سره د سولي د خبرو اترو له پاره د یو نړیوال ملاتړ هڅه وشوه.

نبیل په فیسبوک کی لیکلی ول: «په داسي یوه شیبه کې چې د کندهار په هوايي ډگر کې زموږ بیگناه هیوادوال په شهادت رسول کیږي او سرونه یې پرې کیږي، په همدغه شیبه کې صدراعظم نواز شریف یووار بیا وايي چې د افغانستان دښمن د پاکستان دښمن دي!»

هغه د طالبانو یوې ۲۷ ساعته حملې ته اشاره وکړه چې په همدې اوونۍ کې د کندهار پر هوايي ډگر باندي شوې وه. د دغې حملې په نتیحه کې۵۰ کسان ووژل شول.

د نبیل استعفا په داسي وخت کې وشوه چې د دفاع وزارت د یوه سرپرست وزیر له خوا اداره کیږي او امنیتي دستگاه، په هیواد کې د یو خونړي بغاوت د ټکولو له پاره هلی ځلی کوي.

د اسلام آباد په کنفرانس کې غني او شریف د سولې د پروسې له پاره ژمنه وکړه او چین او امریکا متحده ایالاتو د هغو د هڅو ملاتړ وکړ.

پاکستان چې پر طالبانو د پام وړ نفوذ لري، د روان کال په جولای مياشت کې د افغان حکومت او طالبانو د سولي د خبرو اترو د لومړي پړاو کوربه توب وکړ.

خو دغه خبري اتري وروسته له هغې ودرول شوې چې طالبانو د خپل ځان له خوا د خپل مشر ملا محمد عمر د مړیني اعلان وکړ، چې وروسته يې په منځ کې د قدرت پر سر اختلافات پېښ شول.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت نن یوه اعلامیه خپره کړه چې وايي هغه هیله لري چې ډير «ژر» د دغو خبرو اترو په هکله سلا مشورې پیل شي. غني هم په خپل وار سره خوشبیني څرگنده کړې ده چې په راتلونکو اونیوکې به خبري پیل شي. غنی وویل: «افغانستان سولې او ثبات ته تږی دی.»

هغه زیاته کړه: «اوس هغه وخت رارسیدلی چې د طالبانو مختلفي ډلي د سولي لاره انتخاب کړي.... خبري به ډير ژر پیل شي او موږ به یوې نیتجې ته ورسیږو.» خو طالبانو د غني دغه ډول یادوني ردې کړي دي.

د فرانسې خبري آژانس په خپل یوه رپوټ کې وايي چې د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد په تویتر کې لیکلي دي: «مجاهدینو یو لړ پوځي لاس ته راوړني لري، ځمکې نیولي او د دښمن مرکزونه یی ویجاړکړي دي. زموږ د تسلمیدو او خبرو ته ستنیدو انتظار حماقت دی.»