1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ولسمشر غني: فساد زغملای نه شو

مسعود جهش۱۳۹۳ مهر ۷, دوشنبه

ولسمشر اشرف غني احمدزي د خپلي لوړي په مراسمو کې د ملي یووالي حکومت د کار اساسي ټکي او لومړیتوبونه هم اعلان کړل. هغه ټینگار وکړ چې اداري فساد به و نه زغمي او دا چې قضایه قوه به اصلاح کړي.

https://p.dw.com/p/1DMdR
انځور: picture alliance/AP Photo/Massoud Hossaini

ډاکټر اشرف غني احمدزي د افغانستان د ولسمشر په توگه په خپله لومړۍ وینا کې وویل چې راتلونکې ته باید په هیله مندۍ سره وکتل شي. هغه زیاته کړه چې د افغانستان طلايي دوره به ژر پیل شي. ولسمشر احمدزي د سولي تامینول د خپلي کاري دورې له لومړیتوبونو څخه وبلل او ویې ویل: «داسې یوه سوله چې د جگړو د یوه نوي فصل د پیلیدو سبب وي، د منلو وړ نه ده. له همدې کبله زموږ ټینگار پر یوې پایداري سولي باندي دی، نه مقطعي او لنډه مهاله سوله. ټولنیز عدالت د سولي بنسټ جوړوي.»

په عین حال کې د افغانستان نوي ولسمشر ټینگار وکړ چې د هیواد پر وړاندي پرتي اوسنۍ ستونزي باید کم اهمیته و نه گڼل شي. هغه په ځینو عربي هیوادونو کې روانو جگړو ته اشاره وکړه او ویې ویل چې ځیني کړۍ غواړي چې افغانستان د دوامدارو جگړو په میدان بدل شي او ټینگار یې وکړ چې افغانستان له همدې کبله د دوامداري سولي موضوع ډیره جدي بولي.

د دولت په درو واړو قوو کې اصلاحات

اشرف غني په خپله وینا کې هغه اصلاحات هم تشریح کړل چې دی او کاري ډله یې غواړي د افغانستان په درو واړو قواوو کې راولي. د غني په خبره د افغانستان اجرائیه او مقننه قوې باید د یوه تړون له مخې یو له بل سره همکاري وکړي او د کابینې هر وزیر باید ملي شورا ته خپل رپوټ وړاندي کړي.

ولسمشر احمدزي وویل: «زموږ غوښتنه دا ده چې نور دي وکیلان د وزارتونو له مشرانو سره د خصوصي لیدنو غوښتني و نه کړي. په عین حال کې باید هغوی په خاصه توگه په امنیتي ادارو کې د مقرریو او تبدیلیو وړاندیزونه هم و نه کړي.»

نوي ولسمشر په قضایه قوه کې د لا روڼوالي غوښتنه وکړه او روښانه یې کړه چې پر دې قوې باندي هم د اداري فساد تورونه شته: «له ستري محکمې څخه غواړم چې د مکافات او مجازاتو د اصل له مخې د محکمو ټول پرسونل وڅېړي.»

احمدزي ټینگار وکړ چې د خپلو صلاحیتونو په کارولو سره به په محکمو کې اصلاحات راوړي. هغه وویل، د دې له پاره چې په فساد اخته لوړپوړي دولتي چارواکي مجازات شي، باید قضایه قوه له اداري فساد څخه پاکه شي. هغه په عین حال کې روښانه کړه چې څارنوالۍ هم باید له خپلو صلاحیتونو څخه لوړ کارونه ترسره نه کړي.

ښه حکومتوالي

احمدزي یو ځل بیا ټینگار وکړ چې موازي حکومتونه له منځه یوسي. هغه وویل چې ښه حکومتوالي له خلکو او خصوصي سکتور سره پر روڼو او تړون ولاړو اړیکو متمرکزه ده. هغه زیاته کړه چې د فساد د لاملونو د موندلو له پاره به جدي اقدامات وکړي: «رشوت اخسیتونکی او رشوت ورکوونکی دواړه د شر او فساد عاملین دي. له دواړو سره به جدي او قانوني جلن وشي.»

د افغانستان نوي ولسمشر د ولایتونو تر منځ تبعیض رد کړ: «د افغانستان ټول ولایتونه خاص اهمیت لري او ټول اتباع لومړۍ درجه کسان دي. په دې هیواد کې دویمه او دریمه درجه وگړي شتون نه لري. متوازن انکشاف یو حتمي امر دی او زموږ د حکومتوالي اصل جوړوي.»

احمدزي د افغانستان پر ټولنیزو ستونزو باندې هم خبري وکړې او ویې ویل چې د کډوالو، معلولینو، کوچیانو او د کلیو د اوسیدونکو ستونزي به حل کړي. هغه وویل چې د ملي یووالي حکومت هدف د فقر له منځه وړل، د ټولو له پاره په خاصه توگه د ځوانانو او ښځو له پاره د کار رامنځ ته کول او د کورنو جوړول دي. هغه ژمنه وکړه چې ښځي او ځوانان به په اقتصادي او سیاسي برخو کې مهم سهم ولري.

احمدزي د پولیسو او ملي اردو د دندو تر منځ پر توپیر باندي ټینگار وکړ او ویې ویل چې «ضوابط به د روابطو» ځای ونیسي. ولسمشر ټینگار وکړ چې د امنيتي ځواکونو له پاره به د ژوند ښه شرایط برابر شي او د ټپیانو ښه پالنه به يې وشي.

اقتصاد

اشرف غني احمدزي وویل چې اقتصاد، امنیت او بشري قوا د ثبات درې اساسي ضلعې دي. هغه زیاته کړه چې له پانگوني او اقتصادي ودې پرته بشري مصونیت ترلاسه کیدلای نه شي: «د افغانستان جغرافیایي موقیعت کولای شي چې دغه هیواد په یوه خدماتي او ترانزیتي هیواد باندي بدل کړي. کانونه کولای شي چې دغه هیواد پر یوه صنعتي هیواد باندي بدل کړي او زموږ اوبه کولای شي چې افغانستان پر یوه زراعتي هیواد باندي بدل کړي.»

احمدزي دې ته اشاره وکړه چې هیواد یې اوس هم په نړیوالو مرستو پوري تړلی دی: «باید دې خبري ته متوجه سو چې تر هغه وخته پوري چې موږ په بهرنیو مرستو پوري تړلي یو، د ملي اقتدار او ملي حاکمیت تامینول یو ستوزمن کار دی [...] زموږ هدف دا دی چې یو تولیدي او پویا اقتصاد رامنځ ته کړو.»