1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ولسمشر غني د کابل د نهمې حوزې امر کار وځنډوه

۱۳۹۵ مهر ۵, دوشنبه

ولسمشر غني د یکشنبې په شپه په ناڅاپي توګه د کابل نهم حوزې ته ولاړ چې کارونه یې وارزوي خو د ولسمشر د لیندنې پر مهال د حوزې ډیر شمیر کارکوونکي پر خپلو دندو حاضر نه وو. ولسمشر هم د څو تنو دندې وځنډولې.

https://p.dw.com/p/2Qami
Afghanistan Independence Day 2016
انځور: Getty Images/AFP/W. Kohsar

د افغان ولسمشر له دفتر څخه د دوشنبې په ورځ په یوې خپرې شوې خبرپاڼه کې راغلي دي چې د افغان ولسمشر محمد اشرف غني، د یکشنبې په شپه یوولس بجې د کابل ښار له نهمې امنیتي حوزې څخه لیدنه وکړه.

د بیانیې په حواله د دې لیدنې پر مهال، د حوزې یو شمیر کارکوونکي په خپلو دندو حاضر نه وو: «د پولیسو نهمې امنیتي حوزې ته د جمهور رییس د ورتلو پر مهال یو شمیر مسوولین د حوزو د اصولو او لوایحو د تنظیم  چارو خلاف په خپلو دندو کې موجود نه وو.»

دا په داسې حال کې ده چې کابل هر ورځ د جنایي پیښو شاهد دی او وخت نا وخت په کې ترهګریز بریدونه هم ترسره کیږي. په بیانیې کې راغلي دي چې ولسمشر د حوزې مسوولینو ته وویل چې «خلکو ته د خدمت کولو طریقه دا نه ده».

ولسمشر له نهمې حوزې څخه د لیدنې پر مهال د دې حوزې د آمر او نورو هغو ټولو مسوولینو دندې ځنډولې دي چې په کار کې حضور نه لره او «تنبلې یې کړې وه».

له ولسمشرۍ ماڼۍ څخه په خپرې شوې بیانیه کې د ولسمشر غني په حواله راغلي دي: «پولیس باید د خلکو خدمتګار او ویښ وي، چې خلک د شپې ارام ویده شي.»

ولسمشر غني د کورنیو چارو وزارت مسوولینو ته دنده سپارلې چې موضوع ژر تر ژره وڅیړي او خپل رپوټ د وروستیو اقداماتو له پاره جمهوري ریاست ته وسپاري.

 

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب