ولسمشر غني د ترکمنستان-افغانستان د اوسپني پټلۍ پرانيزي
۱۳۹۵ آذر ۶, شنبهد افغانستان د ولسمشرۍ ماڼۍ له خوا په خپره سوې اعلاميه کي راغلي دي چي ولسمشر غني د جمعې په ورځ ماښام ترکمنستان هیواد ته په درې ورځني سفر تللی دئ.
د ترکمنستان د بهرنيو چارو وزارت په حواله د شنبې او يکشنبې په ورځ (د نوامبر ۲۶ او ۲۷) په عشق آباد کي د ملگرو ملتونو د عمومي منشي بانکي مون په مشرتوب د «دوامداره ترانسپورتي سيستم» نړيوال کنفرانس رابلل سوی دئ.
د ياد وزارت د معلوماتو له مخي، د کنفرانس گډون کوونکي به د دوشنبې په ورځ د اتامراد-امام نظر- آقينې ترمنځ د اسيا د اوسپني نړيوالي پټلۍ په پرانيست غونډه کي هم گډون وکړي.
اتامراد – امام نظر – آقينه، لار د ترکمنستان– افغانستان– تاجيکستان ترمنځ د اورگاډي پټلۍ د غځولو پروژې يوه برخه ده.
د اتامرات– امام نظر– آقينه او اندخوی په نوم دغي ۱۲۰ کيلومتره اورگاډي پټلۍ پر غځولو باندي افغانستان او ترکمنستان د ۲۰۱۱م کال په می مياشت کي سره سلا سول.
پتېيل سوې ده چي په دغه دوه ورځني نړيوال کنفرانس کي به گډون کوونکي، د هيوادونو ترمنځ د يوه داسي ډاډمن ترانسپورتي کريدور د جوړولو ترحي وړاندي کړي، چي د وگړو او سوداگري موادو د تگ را تگ له پاره د اعتبار وړ وي.
په دې کنفرانس کي به پر عمومي او تخصصي غونډو سربيره، نړيوال تړونونه هم لاسليک او دوې اړخيزي او څو اړخيزي غونډي هم جوړي سي.
د دوامداره ترانسپورتي سيستم په دغه نړيوال کنفرانس کي د ملگرو ملتونو پر عمومي منشي بان کي مون سربيره د افغانستان جمهور رئيس محد اشرف غني، د پاکستان لومړی وزير نواز شريف او په لسونو نورو هیوادونو مشران او استازي گډون کوي.
نور مطالب: