1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ولسمشر غني او حکمتیار د سولې تړون لاسلیک کړ

۱۳۹۵ مهر ۸, پنجشنبه

افغان ولسمشر اشرف غني د حزب اسلامي له مشر ګلبدین حکمتیار سره د سولې تړون لاسلیک کړ او ژمنه یې وکړه، هڅه به وکړي چې د ګلبدین نوم د ملګرو ملتونو له تور لیست او د ګوند نوم یې د ترهګرو ډلو له نوملړ څخه وایستل شي.

https://p.dw.com/p/2QiSx
Afghanistan Präsident Ashraf Ghani Unterzeichnung Friedensabkommen mit Rebellen
انځور: picture-alliance/AP Photo/R. Gul

د سولې د تړون د لاسلیکولو له پاره پخپله ګلبدین حکمیتار ارګ ته نه وو راغلی. هغه له ولسمشر غني سره چې په ارګ کې د ویدیويي کنفرانس له لاري د سولې تړون لاسلیک کړ.

په ارګ کې د سولې د تړون د لاسلیکیدو په موخه یو لویه غونډه جوړې شوې وه چې پکې ډیر شمیر حکومتي چارواکو، پخواني ولسمشر حامد کرزي او د ډیر شمیر سیاسي ګوندونو غړو او مشرانو ګډون کړی وو.

دا لومړی ځل دی چې افغان حکومت په ۲۰۰۱م کال کې د طالبانو د رژیم تر ړنګیدو وروسته، د جګړې له یوه اړخ سره د سولې تړون لاسلیکوي.

نړیوالي ټولني هم د دې تړون هرکلی کړی دی او هیله یې څرګنده کړې ده چې هغه له طالبانو سره سولي ته لاره هواره کړي.

له حزب اسلامي سره د سولي تړون د ويډيويي کنفرانس له لاري لاسليک سو.
انځور: picture-alliance/AP Photo/R. Gul

تر هغه وروسته چې پر حکمتیار باندي لګیدلي نړیوال بندیزونه له منځه ولاړ شي، تمه کیږي چې ګلبدین حکمتیار تر شلو کلونو وروسته بیرته افغانستان ته ستون شی. ویل کیږي چې هغه اوس په پاکستان کې دی.

په کابل کې د حزب اسلامي د خبرو اترو ډلي مشر امین کریم، ویلي دي چې حکمتیار کیدای شي په څو اوونیو کې افغانستان ته راشي.

له حزب اسلامي سره د سولي تړون د لاسلیکولو پر مهال ولسمشر غني یو ځل بیا پر طالبانو باندې غږ وکړ چې د سولې له بهیر سره یوځای شي او له جکړې لاس واخلي.