1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ولسمشر غني اروپا ته سفر کوي

ډويچه وېله۱۳۹۴ آذر ۸, یکشنبه

غني د يکشنبې په ورځ د اروپا په لور سفر پیلوي. د غني وياند، سید ظفرهاشمي له دویچه ویله سره په مرکه کي وویل چي غني به اروپايی مشرانو ته ډاډ ورکړي چې افغانستان غواړي خود کفا شي.

https://p.dw.com/p/1HEIu
انځور: Dan Kitwood/WPA Pool/Getty Images

افغان ولسشمر محمد اشرف غنی په داسی وخت کې اروپايی هیوادونو ته په سفر وځي چې د خپل هیواد په دننه کې د امن او ثبات د ټيینگښت او د ویجاړ اقتصاد د رغولو لپاره له سختو ننگونو سره مخامخ دی. غني به په دی سفر کې هڅه وکړي چې اروپايي شریکانو ته ډاډ ورکړي چې افغانستان غواړي خپلې ژمنې پر ځای کړی چې خپلو خلکو او نړیوالی ټولنې ته کړی دی.

د ولسشمر مرستیال ویاند، سید ظفر هاشمي دویچه ویله ته په یوه مرکه کې وویل: «طبیعي ده چې زمونږ هڅه به دا وي چې د افغانستان د حکومت او خلکو د لاس ته راوړنو یادونه وکړو ، همدارنگه لکه څرنگه چې په لندن کې د سام په کنفرانس کې مو خپلو اروپایې شریکانو ته په اثبات ورسوله چې افغانستان له هر لحاظه خودکفائې ته ژمن دی او زموږ شراکت پایداره دی او زمونږ نهایې هڅه له دغو هیوادونو پورې د وابستگئ کمول او د افغانستان په خپلو پښو درولو دي.»

افغانستان لا تراوسه په ډيرو برخو کېو په خاصه توگه په امینتی سکتور کې نړیوالو مالی مرستو ته اړتیا لري.

د ولسمشرد مرستیال ویاند سید ظفر هاشمی د وینا له مخې د غني د سفر لومړی تم ځای پاریس دی چیرته چې هغه به د اقلیم ساتنی په نړیواله سرمشریزه کې کې گډون وکړي: « ولسمشر به د دوشنبې په ورځ د فرانسې په پلازمېنه پاریس کې د اقلیم په نړیوال کنفرانس کې د اقلیمي بدلونونو په هکله هم خبرې وکړي.» هاشمی یادونه وکړه چې د دې تر څنگ ولسمشر او ورسره پلاوۍ به ایټالیا، سویډن او آلمان ته هم سفر وکړي او د دغو هیوادونو له مشرانو سره به وویني.

د نشه یی توکو پر ضد مبارزه له یو شمیر روغتیایې بنسټونو سره د افغان پلاوي د خبراترو مهمه اجنداء جوړوی. په افغانستان کې د تریاکو د کرهنې زیاتیدل نړیواله ټولنه انديښمنه کړې ده. د نشه یی تو له سوداگریو څخه یاغیانو او ترهگرې ډلې تر ټولو زیاته گټه پورته کوي.

له افغانستان څخه د مهاجرت لړۍ

په تیرو میاشتو کې په زرهاو افغانانو چې ډيري ځوانان دي، اروپا ته مخکه کړې ده. د دغو افغان مهاجرییو یو زیات شمیر آلمان ته رسیدلي دي او یا په لاره دي. په ۲۰۱۴ کال کې د نړیوالو ځواکونو او د یو شمیر نړیوالو مرستندویو سازمانونو له وتلو سره په افغانستان کې د بیکاریو کچه لوړه شوې ده. ډير ځوانان د خپلې راتلونکی په هکله انديښنه لري.

ښاغلې هاشمې د دویچه ویله د دې پوښتنې په ځواب کې چې څه موده مخکې ولسمشر ویلي وو «که چیرې آلمان افغانستان ته کډوال بیرته ستانه کړي» افغان حکومت به دغو کډوالو ته د زمینه سازۍ او اسانتیاو برابرولو کوښښ وکړي، وویل: «زمونږ دریځ روښانه دی. زمونږ دریځ د یو مسئول هیواد دریځ دی چې د خپلو اتباعو په برخه کې او هغه ژمنې یې چې په نړیواله کچه کړي دي، په دې ځای کې د ژنیف منشور ژمنې مطرح کیږي،کله چې زموږ اتباع بې سرنوشته کیږي موږ مکلفیت لرو چې د هغوې بیرته ستنیدو ته زمینه مساعده کړو.»

د آلمان حکومت په تیرو اونیو کې اعلان وکړ چې هغه افغانان چې په آلمان کې د هغوی « سیاسي پناه» ونه منله شی، هغوی به بیرته خپل هیواد ته ستانه کړي. سربیره پر دې په کابل د آلمان سفارت یو کمپاین پیل کړی چې هدف دا دی چې افغانان په خپل هیواد کې پاتې شي.

افغان حکومت د بیلابیلو کمپاینونو له لارې هڅه کوي چې خپل هیواد قانع کړي په وطن کې پاتې شی او د هغه په بیاودانو کې ونډه واخلي. هاشمی وویل: «افغانستان د ټولو افغانانو گډ کور دی او مونږ هیڅ افغان نه پریږدو چې بې سرنوشته شي او یا کډوال چې د پناه غوښتنه یې نه وي منل شوې مونږ د هغوې پر وړاندی مکلفیت لرو، دا هغه موضوع ده چې نه یوازې دې حکومت بلکې هغه تړونونه چې د افغانستان پخوانیو حکومتونو له دغو هیوادونو سره لاسلیک کړي دي په هغو کې په مشخص ډول یادونه شوې ده چې کله د یو کډوال د پناه غوښتنه نه منل کیږي او ایستل کیږي نو مونږ باید هغوې جذب کړو».

افغان مهاجرو پر خپل حکومت باندی نیوکې کړې دی چې په داسی حال کې چې د امن او ثبات په راوستلو او اقتصاد د ښه کولو پاتې راغلې ، خپلو اروپايی شریکانو ته ژمنه ک،ي چې کډوال بیرته څپل هیواد ته ستانه کړي.