1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ولسمشر غني:«موږ یوه لوټماره نخبه طبقه لرو»

۱۳۹۴ بهمن ۲۷, سه‌شنبه

د افغانستان جمهور رئيس غني له آلماني ورځپاڼې «زیود دویچه څایتونگ» سره په مرکه کې ویلي دي چې هغه انتخاب شوی څو دغه وضعیت ته بدلون ورکړي.

https://p.dw.com/p/1Hw1b
انځور: Getty Images/AFP/S. Marai

د افغانستان ولسشمر محمد اشرف غني له آلماني ورځپاڼې «زیود دویچه څایتونگ» سره په یوه مرکه  ويلي دي چې هغه د خپل ریاست له پیل څخه هوډ کړی دی چې په خپل جگړه ځپلي هیواد کې به د اختلاس پرضد مبارزه کوي او ریښنې به یې باسي.

د غني په دغه مرکه کې چې نن سه شنبه (۲۰۱۶ کال فيبروري ۱۶مه) په نوموړې ورځپاڼې کې خپره شوې ده راغلي دي چې دا هم یو حقیت دی چې په ۲۰۰۱م کال کې د طالبانو رژیم له نسکورېدو راهيسي لویدیځو دولتونو په ميلیاردو يورو د مرستو په توگه مصرف کړي دي، خو په افغانستان کې ورکي شوي دي.

غني په خپله مرکه کې ویلي دي چې هغه د خپل ریاست له پیل څخه هڅه کړې چې د اختلاس او اداري فساد پرضد مبارزه وکړي. هغه وویل:«موږ یوه لوټماره نخبه طبقه لرو». هغه زیاته کړه: «زه انتخاب شوم څو دې حالت ته بدلون ورکړم.»

افغان ولسمشر په خپلې مرکه کې یادونه کړې چې په هیواد کې يې ۴۱ سلنه خلک تر «مطلق غربت» کښته ژوند لري او د ورځې له ۱،۲۵ ډالرو عاید سره ژوند کوي. غني وویل چې «فاسدو مامورینو ځانونه بې حده شتمن کړي دي.»

غني چې د ۲۰۱۴م کال په سپتمبر کې تر حامد کرزي وروسته د ولسمشر په توگه انتخاب شوو له آلمانۍ ورځپاڼي سره په خپله مرکه کې یادونه وکړه چې دا یوه «بشري غمیزه ده» چې دومره زیاتي پیسې افغانستان ته ورکړل شوي، خو بې وزلو وگړو يې هیڅ کومه گټه ترې اخیستې نه ده.

د دې پوښتنې په جواب کې چې څه احساس کوي چې د هغه بې شمېره هيوادوال له افغانستان څخه تښتي، ولسشمر وویل چې رښتیا هم «ویرونکې» ده. خو غني وویل: «دا هم باید سړی له یاده ونه باسي چې د هر یوه افغان په بدل کې چې وطن پریږدي، په سونو نور دي چې غواړي پاته شي.»

افغان ولسمشر یادونه وکړه: البته دا د هغه د حکومت دنده ده څو داسي شرایط چمتو کړي او هیلي را پیدا کړي چې افغانان له خپل هیواد څخه ونه وځي، بلکي پاته شي.

د آلمان حکومت په دغه هیواد کې د مهاجرو زيات شمېر ته په کتو سره پتېيلې ده چې ځيني افغان مهاجر بيرته خپل هیواد ته ستانه کړي. غني ويلي دي چې په آلمان او اروپا کې د مهاجرت قانون سته چې د هر پناه غوښتونکو قانوني د پناه غوښتنه دقيقه څېړي.

هغه زياته کړې ده دا چې افغانستان ته د يوه مهاجر بيرته لېږل سم کار دی که نه، دا پريکړه به عدالت کوي: «په آلمان کي بايد محکمه دا پريکړه وکړي، په سويډن کي بايد محکمه دغه پريکړه وکړي. دغه پريکړي به بيا موږ په رسميت پيژنو.»