1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ولسمشرۍ ماڼې د الکو ګوښه کیدل رد کړل

حسین سیرت/ سید ریاض۱۳۹۲ مرداد ۲۸, دوشنبه

د افغانستان جمهوري ریاست، د لوی څارنوال د ګوښه کیدو رپوټونه رد کړل. د افغانستان ډیری داخلي او بهرنیو رسنیو د دوشنبې په ورځ د طالبانو سره د پټو خبرو اترو د تر سره کیدو له امله د لوی څارنوال د ګوښه کیدو رپوټونه ورکړي ول.

https://p.dw.com/p/19SAH
انځور: AP

د افغان ولسمشر حامد کرزي ویاند، ایمل فیضي له دویچه ویله سره په خبرو کې وویل چې په داخلي او بهرنۍ رسنیو کې د افغانستان د لوی څارنوال اسحاق الکو د ګوښه کیدو رپوټونه نا سم دي.

ښاغلي فیضي وویل چې لوی څارنوال د دوشنبې په ورځ (د ۲۰۱۳م کال د اګست د میاشتې ۱۹مه) د ارګ په ماڼۍ کې وو او د هغه د ګوښه کیدو هر رنګه خبر نا سم دی.

تر دې دمخه د رویترز خبري آژانس د افغان ولسمشر حامد کرزي له لوري د لوی څارنوال محمد اسحاق الکو د خپلې دندې څخه د ګوښه کیدو خبر ورکړی وو، خو دغه خبر په رسمي توګه نه تایید شوی وو او نه هم رد شوی.

د رویترز خبري آژانس د یوه جګپوړي افغان چارواکي له قوله ویلي ول، چې افغان ولسمشر حامد کرزي، لوی څارنوال له خپلې دندې څخه وروسته له هغې ګوښه کړ چې هغه د حکومت له خبرتیا پرته په متحده عربي اماراتو کې د طالبانو د سولې له مرکچیانو سره ولیدل.

د دوشنبې په ورځ د ولسمشرۍ ماڼۍ یو تن ویاند فایق واحدي، له دویچه ویله سره په خبرو کې وویل چې د ولسمشرۍ ماڼۍ مطبوعاتي دفتر تر اوسه د دغه موضوع په جریان خبر نه دی. هغه زیاته کړه: «موږ د لارښوونو له پاره انتظار باسو تر څو دغه خبر رد یا تایید شي، خو په دې مرحله کې موږ نه دغه خبر ردولی شو او نه تاییدولی.»

د افغانستان لوی څارنوالۍ هم ویلي ول، چې د ښاغلي الکو د ګوښه کیدو په اړه ورته تر اوسه کوم رسمي مکتوب نه دې استول شوی. د لوی څارنوالۍ ویاند بصیر عزیزي دویچه ویله ته وویل: «تر اوسه پورې له کومې رسمي مرجع نه کوم رسمي مکتوب لوی څارنوالۍ ته نه دی رارسیدلی.»

اسحاق الکو د ۲۰۰۸م کال راهیسې د افغانستان د لوی څارنوال په توګه کار کوي. سره له دې چې افغان ولسمشر حامد کرزی د پارلمان له لوري تر فشار لاندی راغی چې د الکو د قانوني مودې په پای رسیدو ته رسیدو سره هغه له دغه څوکۍ لیري کړي، خو ولسمشر دغو فشارونو ته کومه توجه و نه کړه.

د بې باورۍ زیاتیدل

په وروسیتو وختونو کې په دوبۍ کې د افغان دولت د چارواکو او طالبانو تر منځ د خبرو اترو په اړه بېلابېل رپوټونه خپاره شوي دي. لا تر اوسه د دغو خبرو اترو جزییات په ډاګه شوي نه دي، خو افغان حکومت وایي، چمتو دی چې په سعودي عربستان او یا هم ترکیه کې له طالبانو سره خبرې اترې وکړي.

څیړونکي په دې آند دي چې غیر منظمې خبرې اترې ښایي د حکومت د غړو او افغانانو تر منځ د بې باورۍ سبب وګرځي.